د لاس رسي وړ اتصالات

ګوګل د افغان حکومت د ځینو وزارتونو ایمیلونه بند کړیدي


رویټرز خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې په استناد خبر ورکړی چې ګوګل د افغانستان حکومت د ایمیل یو نامعلوم شمېر حسابونه بند کړیدي.

ګوګل په داسې حال کې په دې کار لاس پورې کړی چې د پخواني حکومت د چارواکو او د نړیوالو شریکانو له خوایې د پاتې شو ډیجټلي اسنادو په هکله اندېښنې زیاتې شویدي.

له څو اونیو راهیسې چې طالبانو قدرت ترلاسه کړی، داسې راپورونه شته چې طالبان ښايي له بایو متریک او د معاشونو له سیستمونو څخه په ګټې اخیستو د خپلو دښمنانو د هدف ګرځولو لپاره کار واخلي.

د جمعې په ورځ د سپټمبر ۳ ( وږي ۱۲) د ګوګل له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې د افغان حکومت د ایمیلونو بندېدل نه دي تائید شوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه شرکت د افغانستان وضعیت څېړي او " د اړونده حسابونو د خوندیتوب لپاره یې موقتي اقدامات ترلاس لاندې نیولي."

د افغان حکومت یوه کارکونکي رویټرز ته ویلي طالبان هڅه کوي چې د حکومت د پخوانیو چارواکو د ایمیل حسابونه پیداکړي.

دغه پخوانی چارواکی وايي طالبانو له ده غوښتي چې د هغه وزارت په سرورونو کې چې دی په کې کار کوي، موجود معلومات، خوندي کړي. هغه وايي "که زه دغه کار وکړم، هغوی به د وزارت د پخوانۍ رهبرۍ اطلاعاتو او ارتباطاتو ته لاسرسی پیداکړي."

دغه کارکونکي ویلي دي چې نه غواړي له طالبانو سره همکاري وکړي او ځان یې پټ کړی دی. رویټرز د دغه کارکونکي هویت او هغه وزارت چې دی په کې کار کوي د هغه د مصئونیت په خاطر نه افشا کوي.

د افغانستان د حکومت د ځینو چارواکو د ایمیلونو په هکله د موجودو اطلاعاتو له مخې د مالیې، صنایعو او کانونو د وزارتونو په ګډون د افغانستان یو شمیر دولتي ادارې د ګوګل له سرورنو څخه د خپلو ایمیلونو لپاره کار اخلي.

د حکومت له ډیټابیسونو او ایمیلونو څخه د معلوماتو په ترلاسه کولو سره، طالبان ښايي د حکومت د پخوانیو کارکونکو، پخوانیو وزیرانو، د حکومت د قراردادیانو، قومي متحدینو او بهرنیو شریکانو په هکله معلومات ترلاسه کړي.

د «ډومین ټولز» په نامه اطلاعاتي شرکت کې د امنیتي چارو کارپوه چاد انډرسن چې رویټرز ته د دغو وزارتونو په هکله معلومات برابر کړي وايي: " دابه دوی ( طالبانو) ته زیات معلومات برابرکړي. یوازې په ګوګل شیټ کې د کارکونکو یو لست یوه لویه ستونزه ده. ځکه چې له مخې یې د حکومت کارکونکي تعقیبېدلی شي."

د بهرنیو د چارو د وزارت او د جمهوري ریاست په ګډون د افغانستان د حکومت څو وزارتونو د مایکروسافټ د شرکت له ایمیلونو هم ګټه اخیسته. خو تراوسه لانده معلومه چې دغه شرکت هم د طالبانو لاس ته د معلوماتو د لوېدلو د مخنیوي لپاره کوم اقدام کړی که نه.

د مایکروسافټ شرکت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلی انډرسن وايي د امریکا له خوا د افغان حکومت لپاره جوړو شویو ډیجیټلي تاسیساتو ته لاسرسی د اهمیت وړ موضوع ده،ځکه طالبان چې کوم اطلاعات له دغو ډیټابیسونو ترلاسه کوي ښايي له زړو هلکیوپټرو څخه ورته زیات اهمیت ولري.

XS
SM
MD
LG