د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ له شتون پرته د جمهوري غوښتونکو وروستۍ مناظره


آیوا لومړنی ایالت دی چې جمهوري غوښتونکي کاندیدان په کې خپلمنځي رقابت کوي.
آیوا لومړنی ایالت دی چې جمهوري غوښتونکي کاندیدان په کې خپلمنځي رقابت کوي.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د غوره کولو لپاره د گوندي انتخاباتو د پیل کیدو دمخه جمهوري غوښتونکو کاندیدانو تیره شپه خپله وروستۍ تلویزیوني مناظره وکړه، خو مخکښ کاندید دونالد ټرمپ په کې برخه نه وه اخیستې.

د دوشنبې په ورځ به د امریکا په ایووا کې ګوندي انتخابات پيل شي چې په ترڅ کې به یې دواړه ګوندونه د جمهوري ریاست لپاره خپل کاندیدان وټاکي.

د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید ټرمپ په مناظرې کې د دې لپاره برخه وانخستله چې د فاکس نیوز د چینل سره یې په دې جنجال وشو چې د مناظرې کوربنه بدله کړي خو فاکس نیوز دا کار و نه کړ.

د ټرمپ نه بغیر، د جمهوري غوښتونکو نور اوه کاندیدان حاضر وو او د ځینو موضوعاتو لکه امریکا ته مهاجرت او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه یې خبرې وکړي.

بل پلو ته، د امریکا جمهور رئیس اوباما ویلي دي چې هغه مطمین دی چې یو دیموکرات به د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات وګټي.

هغه چې پرون یې د بالتیمور په ایالت کې دیموکراتانو ته خبرې کولي وویل چې «د نومبر په میاشتې کې به دیموکراتان انتخابات وګټي او زما ځای به یو دیموکرات ونیسي.»

اوباما د خپلې پيشبیني په اړه مطمین و دا ځکه چې د هغه له نظره، دیموکراتان «هغو موضوعاتو ته توجه کوي چې د امریکایانو لپاره مهم دي.»

آیوا لومړنی ایالت دی چې جمهوري غوښتونکي کاندیدان په کې خپلمنځي رقابت کوي.

XS
SM
MD
LG