د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دولتي کارکوونکو ته د جبري واکسین د ضرب العجل د غځیدو هڅې


د کرونا ویروس له کبله په امریکا کې لسګونه زره خلک مړه شوي
د کرونا ویروس له کبله په امریکا کې لسګونه زره خلک مړه شوي

یوې سترې ټولنې AFGE چې د امریکا د دولت د ۷۰۰ زره کارکوونکو نماینده ګي کوي، د سه شنبې په ورځ نومبر ۹ (لړم ۱۸) له سپینې ماڼۍ څخه غوښتي‌ دي‌ چې د دولتي کارکوونکو لپاره دې د واکسین د جبري‌ اخیستلو ضرب العجل وغځوي.

د امریکا دولتي کارکوونکو ته اوس مهال د نومبر تر ۲۲ نیټې پورې وخت ورکړل شوی چې د کرونا واکسین واخلي خو دغه ټولنه وایي دولتي کارکوونکو ته دې هم د قرار دادي کارکوونکو تر ضرب العجل پورې وخت ورکړل شي.

سپینې ماڼۍ تیره اوونۍ د فدرالي قرار دادیانو لپاره د واکسین د اخیستلو ضرب العجل د ډسمبر له ۸ څخه د جنوري تر ۴ وغځاوه.

ددې کار علت له کمپنیو سره مرسته ښودل شوې کوم چې یو شمیر یې په امریکا کې د رخصتیو د فصل په رارسیدو سره د کارکوونکو له کموالي سره مخ دي.

د امریکا د دولتي کارکوونکو فدراسیون په یوه بیړني غوښتنلیک کې دې ته په اشارې سره چې اکثریت وختونه قراردادي کارکوونکي له فدرالي کارکوونکو سره کار کوي څرګنده کړې:"د قرار دادیانو په وړاندې دولتي کارکوونکو ته د متفاوت ضرب العجل ټاکل هم روحیې ته تاوان رسوي او هم د توجیه وړ ندی."

امریکن ایرلاینز، بویینګ او سوت ایست شرکتونو په وروستیو ورځو کې د کارمندانو لپاره د واکسین د اخیستلو ضرب العجل د جنوري تر ۴ وغځاوه.

د جمهور رئیس بایډن د اجرایوي فرمان له مخې، فدرالي کارکوونکو باید د کرونا واکسین وروستی دوز د نومبر تر ۸ نیټې اخیستی وای، څو د نومبر تر ۲۲ نیټې پورې بشپړ واکسین شوي ګنل شوی وای.

هغه فدرالي کارکوونکي چې مذهبي او صحي استثنا نلري، د یوې قانوني حکم څخه سرغړونکي شمیرل کیږي او د انضباطي اقداماتو څخه نیولې بیا د قرار داد د فسخه کیدو او له دندې څخه تر شړل کیدو پورې مجازاتو سره مخ کیدای شي.

د سپینې ماڼۍ د کرونا ویروس سره د مبارزې همغږي‌ کوونکي جیف جینتز تیره میاشت وویل چې د امریکا د حکومت هدف دادی چې خلک واکسین شي نه دا چې هغوی ته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG