د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اچ او: اروپا کې د کرونا موارد زیات شوي


د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې تیره اوونۍ په ټوله اورپا کې د کرونا موارد ۷ فیصده لوړ شوي دي.

اروپا په نړۍ کې یوازینۍ سیمه ده چې کرونا پکې ډیره شوې او د واکسین نابرابر مصرف د یادې وچې لپاره تهدید شمیرل کیږي.

د ملګرو ملتونو دغې روغتیایي څانګې په خپله اوونیزه ارزونه کې ویلي دي چې تیره اوونۍ په ټوله نړۍ کې ۲.۷ میلیونه نوې موارد تثبیت شوي او په یوه اوونۍ کې په ټوله نړۍ کې ۴۶ زره کسان مړه شوي دي، هغه مشابه شمیر چې تر دې یوه اوونۍ مخکې هم ورکړل شوی وو.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي اروپا او امریکا په نړۍ کې دوه سیمې دي چې د کویډ نولس زیات موارد لري. د نړۍ په کچه امریکا د کویډ نولس تر ټولو د ډیرو مواردو راپور ورکړی دی، په یاد هیواد کې ۵۸۰۰۰۰ موارد ثبت شوي چې یوولس سلنه کموالی ښیي.

بریټانیا، روسیه او ترکیه هغه هیوادونه دي چې په اروپا کې ډیر موارد لري.

خو هغه سیمې چې د کرونا د مواردو ډیر کموالی پکې لیدل شوی افریقا او د پسفیک لودیځې برخې دي، چیرې چې ویروس ۱۸ او ۱۶ سلنه کم شوی دی.

په افریقا کې د واکسین د شدید کموالي سره سره د مړینو شمیر یو پر څلورمه کم شوی دی.

خو د دریمې پرله پسې اوونۍ لپاره په اروپا کې د کرونا پیښې زیاتې شوي دي، په یاده وچه کې ۱.۳ میلیونه نوې موارد ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي د اروپا په څه باندې نیمایي هیوادونو کې د کرونا د مواردو د شمیر د زیاتوالي راپور ورکړل شوی دی. بریټانیا او روسیې هر یوه د کرونا په موارد کې د کابو ۱۵ سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د اروپا څانګې د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۰ (تلې ۲۸) په یوې بیانیې کې ویلي دي که څه هم چې په یاده وچه کې د کرونا ۱ میلیارد دوزه واکسین تطبیق شوی خو د واکسین نابرابر تطبیق د کرونا سره د مبارزې په کار کې لوی مشکل ګڼل کیږي.

روسیې تیره اوونۍ د کرونا په ورځنیو په مواردو کې د زیاتوالي خبر ورکړ او په بریټانیا کې موارد داسې حد ته ورسیدل چې د جولای له نیمایي څخه راپدیخوا لیدل شوی نه وو.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د چهار شنبې په ورځ د کابینې له هغه وړاندیز څخه ملاتړ وکړ چې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر دې روسي کارکوونکي یوه اوونۍ په کور کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG