د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د ۲۰ بډایه هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشریزه پیل شوه


د نړۍ د ۲۰ بډایه هیوادونو د مشرانو یا د جي ۲۰ سرمشریزې دوه ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ اکټوبر ۳۰ ( لړم ۸) د ایټالیا په پلازمینې روم کې پیل شوه.

د اقلیم بدلون، د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی اقتصادي وضعیت او په نړیوالو شرکتونو د حد اقل مالیو وضع کول د دغې سرمشریزې په اجنډا کې شاملې موضوعګانې دي.

د جي ۲۰ د غونډې د اولې ورځې اجنډا تر ډیره بریده له کرونا ویروس سره په مبارزې باندې متمرکزه وه او ژمنه وشوه چې د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې باید د نړۍ ۷۰ سلنه نفوس واکسین شي. همدارنګه له نورو ساري ویروسونو سره د مبارزې لپاره د یوې کاري ډلې په جوړولو هم توافق وشو.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دارګو چې د دغې سرمشریزې کوربه توب کوي، هغه به نړیوالو ستونزو په تیره بیا د کرونا ویروس ننګونو ته د ځواب ویلو په خاطر د څو اړخیزو همکاریو په اصل ټینګار وکړ.

ښاغلي دراګو وویل :"مونږ باید له هغو ستونزو خبر و اوسو چې په ټولیز ډول ورسره مخامخ یو. د کرونا ویروس تر اوسه نه دی ختم شوی او د واکسین په نړیوال ویش کې د حیرانونکو توپیرونو شاهدان یو. د نړۍ په غني هیوادونو کې د نفوس له ۷۰ فیصده زیاتو خلکو حداقل یو دوز واکسین کړی. خو په بې وزله هیوادونو کې دغه فیصدي درې په سلو کې ده. دغه توپیرونه له اخلاقي پلوه د منلو وړ نه دي او نړیواله ښېرازي اغیزمنه کوي."

د کرونا ویروس له پیل راهیسې، دا د جي ۲۰ هیوادونو د مشرانو لومړنۍ حضوري غونډه ده. خو د چین او روسیې مشران د کرونا ویروس له ویرې په دې سرمشریزه کې فزیکي حضور نه لري. د دغو دو مشرانو حضوري غیابت د اقلیم د بدلون په هکله د خبرو د پرمختګ په هکله هیلې کمرنګه کړیدي.

د جي ۲۰ له سرمشریزې وروسته به د سکاټلند د ګلاسکو په ښار کې د اقلیم د بدلون په هکله یوه نړیواله غونډه جوړه شي. که څه هم د جي ۲۰ مشران د اقلیم د بدلون له امله رامنځته کېدونکي ګواښونه مني، خو د دغې سرمشریزې د هغه متن پر اساس چې د رویټرز خبري آژانس ورته لاسرسی پیداکړی، لوی هیوادونه د اقلیم د بدلون په اړه خپلو پخوانیو کړو ژمنو ته د متعهد پاتې کېدو لپاره ډیره لږ تمایل لري او وبه نشي کولی چې نوي ډیر دوام لرونکي هدفونه وټاکي. هغه اهداف چې د اقلیم د بدلون د مخنیوي فعالان یې د اقلیمې فاجعې د مخنیوي لپاره حیاتي بولي.

د جي ۲۰ د سرمشریزې له پیل مخکې، د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن ومنله چې په روم او ګلاسکو کې به خبرې سختې وي، خو خبرداری یې ورکړ چې له یوه زړه ور اقدام پرته،د نړۍ تمدن به د روم د لرغونې امپراطورۍ په څېر سره وپاشل شي.

ښاغلي جانسن وویل: " وبه ګورو چې کومې نتیجې ته به ورسېږو که نه. فشار زیات دی، کوم څه چې خلک غواړي ترسره یې کړي دا دي چې د خطر اندازه وڅېړي. تاسو د دې ځای یعنې روم په هکله خبره وکړه، دا ځای مونږ ته ښيي چې د تمدنونو د ناسمو محاسبو نتیجه څه وي."

ددغې سرمشریزې په څنډه کې، د امریکا، جرمني، بریتانیې او فرانسې مشرانو د ایران د اټومي پروګرام په هکله هم خبرې وکړې. په دې کتنه کې د څلورو هېوادونو مشرانو له ایران څخه وغوښتل چې په ښه نیت سره د ایران د اټومي پروګرام په هکله خبرو ته ورداخل شي او فرصت له لاسه ورنه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیټس د جمعې په ورځ د جي ۲۰ له هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان خلک په دغه سخت حالت کې هیر نه کړي او له دغه هیواد سره مرسته وکړي چې خلک یې له لوږې څخه وژغورل شي.

د جي ۲۰ هېوادونو د سر مشریزې د امنیت لپاره د روم په ښار کې ۶۰۰۰ پولیس او ۵۰۰ پوځیان موظف شویدي. چارواکو دوه اعتراضیه لاریونونو ته هم اجازه ورکړه، خو لاریون کونکو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د غونډې ځای ته ورنږدې شي.

XS
SM
MD
LG