د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د کوکنارو کښت په بدیل کې د "امریکايي انګورو" باغونه جوړ شوي


کندهار کې د کوکنارو کښت په بدیل کې د "امریکايي انګورو" باغونه جوړ شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

په کندهار کې د نشه یی توکو د مخ نیوي په موخه د کروندګرو لپاره د بنسټیزو پروژو په ترځ کې د ژر حاصل ورکوونکو انګورو باغونه زیات شوي.

د انګور دا تاکونه امریکا له بیلا بیلو ښارونو څخه کندهار ته د ترویج لپاره را وړل شوي چې اوس يې دلته د اقلیم سره ښه سمون پیدا کړی او ښه حاصل يې ور کړی دی.

ددغو باغونو حاصل د دو کالو راهیسې په مارکېټ کې پلورل کیږي.

د انګورو دا تاکونه په سیمه کې له پخوانیو رواجي انگورو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ته رسیږي.

د کندهار د زراعت د ادارې مسئولین وايې چې پدغه موسم کې د سیمي د انګورو حاصلات د کورني مارکېټ اړتیا وي پر وخت پوره کوي او له بهره د مېوو د واریدو مخ نیوی کوي.

په کندهار کې د کرهڼي وزارت د تحقیقاتي فارم یو تن مسئول انجنیر خوشحال وايې چې له دې لاري باغ لرونکې ته ښه عاید په لاس ورځي.

د کندهار د کرهڼي ریاست وايې چې د انګورو د ګټورو باغو د ترویج په برخه کې د تورو او سرو انګورو په لس ګونو باغونه په کندهار کې کېښنول شوي.

په کندهار کې د انګورو حاصلات تر راتلونکو درو اونیو پوري مارکېټ ته عرضه کیږي، خو په امتحاني شکل له بهر څخه د وارد شويو تاکانو انګور یوه میاشت مخکې حاصل ته رسیدلي او د مارکېټ اړتیايې پوره کړې.

عمومي باور دادی چې که د زراعت په برخه کې د عننوي لارو چارو پر ځای د زراعت د پیاوړتیا لپاره له علمي تجربو څخه کار واخیستل شي نو ځمکه وال د کوکنارو پر ځای د ګټور زراعت ډیر پلویان دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG