د لاس رسي وړ اتصالات

پناه غوښتونکي د ترکیې- یونان لاره خطرناکه بولي 


پناه غوښتونکو ویلي چې له خطرناکو لارو څخه تر تېرېدو وروسته، یونان ته په رسېدو د چارواکو لخوا بېرته شړل کېږي. 
پناه غوښتونکو ویلي چې له خطرناکو لارو څخه تر تېرېدو وروسته، یونان ته په رسېدو د چارواکو لخوا بېرته شړل کېږي. 

یو شمېر پناه غوښتونکي چې د یو سوکاله ژوند په هیله د ترکیې له لارې اورپا ته ځي، ددغې سمندري لارې نه تېرېدل ستونزمن او خطرناک بولي.

دوي ادعا کوي چې پناه غوښتونکي له تښتونو او ربړولو سره مخامخ دي او کله کله په اوبو کې خوشې کېږي.

اکثریت پناه غوښتونکي د سوریې اتباع دي. دوي ویلي چې له خطرناکو لارو څخه تر تېرېدو وروسته، یونان ته په رسېدو د چارواکو لخوا بېرته شړل کېږي.

د ۲۰۲۰ کال له فبرورۍ میاشتې نه راپدې خوا امریکا غږ له لسګونو کډوالو سره خبرې کړې دي او موندلې یې ده چې اکثریت کسان یونان ته په رسېدو بریالي شوي ندي.

یو وخت ترکیې په علني ډول خلک مهاجرت ته هڅول، اما د یونان حکومت خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې لدې کار نه ډډه وکړي.

په وروستیو میاشتو کې ځورونې لاپسې زیاتې شوي دي. ځېنو کورنیو ویلي دي چې یوناني مامورینو هغوي په اوبو کې خوشې کړي دي.

په ترکیې کې مېشته د سوریې کډواله نجمه وايي چې څو ځلې یې د خپلې کورنۍ په ملتیا یونان ته د تللو نیت کړی خو کښتۍ یې ظاهراً د یوناني مامورینو لخوا درول شوې او د کښتۍ تېل ضبط شوي دي.

د نجمه زوی، ابراهیم وايي: "کله چې هغوي زموږ کښتۍ ونیوله، او هغه وخت چې زه ویخ شوم نو د ترکیې اوبو ته یې ستانه کړي وو. ونه ډار شوم تر هغو چې فکر مې وکړ هغوي نیت لري زموږ ربړي کښتۍ د یوه تېره شي په نوکه څېرې کړي".

دوي په یو بل سفر کې توانیدلي وو چې ځانونه د یونان ټاپوګانو ته ورسوي خو سملاسي د یوناني چارواکو لخوا ونیول شول او په اوبو کې لاهو شول. دغه کورنۍ د ترکیې د ساحلي ګارد لخوا وژغورل شوه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پدې وروستیو کې خبر ورکړی چې یونان په وروستیو څو میاشتو کې ۱۰۰۰ کډوال په مخفي ډول وېستلي دي.

یوناني چارواکو د هر ډول غیرقانوني عمل ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د دوي ساحلي ګارد په وروستیو څو کلونو کې د زرګونو کډوالو ژوند ژغورلی دی.

XS
SM
MD
LG