د لاس رسي وړ اتصالات

د شنو خونو په برخه کې پانګونه کوو خو حکومت مرسته نه کوي – د شنو خونو مالکین


د شنو خونو په برخه کې پانګونه کوو خو حکومت مرسته نه کوي – د شنو خونو مالکین
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

په ننګرهار کې د شنو خونو یو شمیر مالکین وايي، چې دوی غواړي زیاتې شنې خونې جوړې کړي او خپلې پانګونې پدې برخې کې ډیرې کړي خو وايي، د موجوده حکومت له لوري یې مرسته نه کیږي.

په ننګرهار کې د شنو خونو یو شمیر مالکین وايي، چې دوی غواړي زیاتې شنې خونې جوړې کړي او خپلې پانګونې پدې برخې کې ډیرې کړي خو وايي، د موجوده حکومت له لوري یې مرسته نه کیږي.

په ننګرهار کې د کانال ریاست له لوري سوداګرو ته شنې خونې او یا ګرین هاوسونه په قرارداد ورکول شوي، چې د جلال اباد ښار فارم هډې سیمه کې جوړې شوي او ددې شنو خونو مالکین که څه هم له شته حاصلاتو خوښ دي خو تمه لري، چې د طالبانو حکومت ورته د پانګونې په برخه کې زمینه برابره کړي.

جمیل الرحمن د شنو خونو یو له مالکینو دی. هغه وايي:”مونږ دولت نه همکاري غواړو. باید مونږ سره دولت همکاره شي. کمک وکړي، چې مونږ نور هم سرمایه ګذاري وکړو. شنې خونې زیاتې کړو. د دوا او تخم په حصه کې کمک وکړي. دولت مونږ سره همکاره ندی“.

دې شنو خونو کې اوس د بادرنګو د حاصلاتو دویم فصل رسېدلی او کاریګر يې د حاصلاتو په را ټولو بوخت دي، چې د ننګرهار سربېره نیږدې ولایتونو ته هم وړل کېږي.

جمیل الرحمن په خپلې شنې خونې کې باردنګ، رومیان او نورو سبزیجات کرلي، خو په ټولو کې يې د باردنګو حاصلاتو ښه پایله ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG