د لاس رسي وړ اتصالات

په گلالۍ اسماعیل "د ملک د بدنامولو له کبله" قضیې ثبت شوي


د پښتون تحریک په یوې غړې گلالۍ اسماعیل د پولیسو په دریو مختلفو مرکزونو کې قضیې ثبت شویدي چې هغې په خپلې یوې وروستۍ وینا کې د ملک او د پوځ د بدنامولو کوښښ کړیدی.

په گلالۍ دغه قضیې لدې کبله ثبت شویدي چې هغې د اسلام اباد د یوې ماشومې فرښته مومند د جنسي تیري او د قتل خلاف په یوې احتجاجي غونډه کې وینا وکړه. گلالۍ اسماعیل په دغه وینا کې وویل چې د پاکستان پوځیان په خیسورې او سوات کې د ښځو سره بد چلند کړیدی.

د گلالۍ اسماعیل د دغه وینا نه وروسته د اسلام اباد یو اوسیدونکي زیشان ریاض د هغې ضد پولیسو ته وراغی او د هغې خلاف یې قضیه ثبت کړه. هغه وویل چې گلالۍ د فرښتې د قتل دغه پیښه د پاکستاني پوځیانو د بدنامولو لپاره کاروي.

د یادونې وړ ده چې په گلالۍ اسماعیل د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی د ملک نه د باندې په وتلو بندیز لگولی دی.

هغه پخوا هم د خپلو ویناو له کبله د انتقاد سره مخ شویده خو د هغې وروستۍ وینا چې پوځ یې په وزیرستان او سوات کې د ښځو په بی حرمتۍ تورن کړ، سخت غبرگونونه پارولي دي.

د پي ټي ایم مشرانو د گلالۍ ضد دغه قضیې غندلې دي. محسن داوړ په خپل ټویټر ولیکل چې دا د شرم خبره ده چې د هغې ضد د ترهگرۍ قضیه شویده.

گلالۍ اسماعیل دغه تورونه ردوي او وایي چې هغه د خپلو خلکو لپاره عدالت غواړي او دغه یې هدف دی.

XS
SM
MD
LG