د لاس رسي وړ اتصالات

فعالانو په 'مومندو کې د یوې ښځې لخوا د پوځي د قتل' دفاع کړې


پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو په ټولنیزو رسنیو د هغه مومندې میرمنې نه ملاتړ څرگند کړیدی چې د ادعا له مخې یو پاکستانې پوځي یې کور ته ننوتلو پر مهال وواژه​

د پښتون تحفظ تحریک مشر منطور پښتین وايي چې د پاکستان یو امنیتي عسکر له اجازې پرته یو کور ته د ننوتلو هڅه کوله چې د کور یوې مېرمنې په ډزو وواژه.

د دغې پیښې نه وروسته په مومندو کې ځینو کسانو د کور او د ستر بی احترامۍ خلاف احتجاج وکړ او گډونوالو یې د کلیوالو حتی وغوښتل چې که یو څوک یې پرته د اجازې کور ته د ننوتلو کوښښ وکړي نو قتل دې یې کړي.

د دغه ویناوالو ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپرې شویدي چې پکې دوي د حکومت نه د اقداماتو غوښتنه کوي.

د خیبرپښتونخوا سیاستمدارې بشری گوهر په خپل ټویټر دغه پیښه د پاکستاني عسکرو په پرله پسې توگه د ښځو ویرول او ځورول وبلل. هغه لیکي

"دا پیښه په سختۍ غندم. امنیتي عسکر پرله پسې د پښتنو کورونو ته ننوځي او خلک ځوروي، ویروي او په جنسي توگه یې ځوروي. داسې یوه پیښه په خیسوره کې وشوه او په مومندو کې ښځه دیته مجبوره شوه چې هغه قتل وکړي."

د پښتون تحفظ تحریک غړې ثنا اعجاز په خپل ټویټر ولیکل

د بشري حقونو فعالې گلالۍ اسماعیل وویل چې هغه د مومندې میرمن دفاع کوي. هغې ولیکل

"زه د امنیتي عسکرو لخوا د شپې په تیارو کې د خلکو د کورونو د ستر بی احترامي غندم. زه د مومندو د ولس او د ښځو ملاتړ کوم."

د یادونې وړ ده چې د تیرو څو میاشتو په مودې کې دا دوهم ځل دی چې د پاکستاني عسکرو لخوا د قبایلو کورونو ته د دننه تگ رپورټونه خپریږي.

منظور پښتین د امریکا غږ ته وویل چې د حکومت نه د دغه پیښې د بشپړ تحقیقاتو غوښتنه کوي خو حکومت تر اوسه پورې دغه تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG