د لاس رسي وړ اتصالات

گلالۍ اسماعیل څه شوه؟


گلالۍ اسماعیل د پاکستان پولیسو لخوا د نیول کیدو نه وروسته نامعلوم ځاې ته انتقال شویده او کورنۍ یې وایي چې حکومت دې ورته د هغې ځای وښایي

د بشري حقونو فعاله او د پښتون تحریک غړې گلالۍ اسماعیل د فرروۍ په ٥ نیټه پولیسو هغه وخت ونیوه چې په اسلام اباد کې یې د ارمان لوڼي د قتل ضد احتجاج کاوه.

خو اوس د هغې کورنۍ وایي چې د هغې نه وروسته چې گلالۍ اسماعیل نیول شویده، هغوي ته دا نده معلومه چې هغه چیرته ده.

د گلالۍ اسماعیل خور صبا اسماعیل امریکاغږ ته وویل: "مور او پلار یې هغه تانې ته ورغلي دي چې گلالۍ ورته وړل شوي وه، اول هغوي ویل چې گلالۍ دلته نشته او بیا یې وویل چې سحر ۴ بجې یو بل ځاې ته بوول شویده."

هغې وویل زما د کورنۍ غړي دا وخت ډیر زیات اندیښمن دي. مونږ ته لمړي ویل شوي و چې هغه به سحر محکمې ته حاضره کړل شي خو اوس یې هغه لادرکه کړیده.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو د 'گلالۍ چیرته ده' په موضوع یوه هیش ټیگ شروع کړیدی چې تر اوسه پورې پکې په لسگونو زره ټویټونه شویدي.

د بشري حقونو فعال محمد سلیم چې دا وخت د گلالۍ د کورنۍ سره یو ځاې په اسلام اباد کې دی، په خپل ټویټر ولیکل چې د پولیسو د یو مشر سره یې ملاقات وشو او هغه ورته وویل چې د گلالۍ په اړه ورته هیڅ معلومات نشته.

​گلالۍ اسماعیل یواځینې ښځه ده چې دا وخت د پښتون تحریک د نورو غړیو سره نیول شویده.

د پاکستان یوې محکمې په گلالۍ اسماعیل د ملک نه د باندې په وتلو بندیز لگولی. هغې څو ورځې مخکې امریکاغږ ته په یوې مرکې کې ویلي و چې په هغې هر ډول فشار لدی لپاره اچول کیږي چې هغه د پي ټي ایم ملاتړ کوي.

د بشري حقونو فعالان وایي چې چارواکي دې ورته ووایي چې گلالۍ یې ولې نیولې ده او هغه چیرته ده؟

د پښتون تحریک یو مشر او د پارلمان غړي محسن داوړ امریکاغږ ته وویل چې د گلالۍ په لادرکه کولو سره پاکستان په ځان دا مهر ولگاوه چې دا ریښتیا یو ترهگر ملک دی. هغه وویل

"زمونږ ریاست د اخلاقي پستي د هر حد نه تیر شویدی. د دی نتایج به ډیر خطرناک وي. پاکستان په نړیواله کچه بدنام دی او اوس به بدنام ترین شي."

ښاغلي داوړ وویل چې "دا د قانون په جامه کې بدمعاشي ده."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG