د لاس رسي وړ اتصالات

د مکسیکو په یو کلوپ کې په ډزو کې ۱۲ تنه وژل شوي  


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د مرکزي مکسیکو محلي مقامات وایي تیره شپه په یو کلوپ کې د دوو جنایي سیالو ډلو د غړو ترمنځ په وسله واله نښته کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د مکسیکو د ګوانواتو صنعتي ایالت د «سنتا روزا دی لیما» او «هالیسکو نیو جنریشن اتحادیې» په نامه ډلو ترمنځ د شخړو مرکز ګرځیدلی چې د مخدره توکیو د قاچاق، د تیلو د غلاکولو او د نورو جنایاتو په ترسره کولو باندې مشهورې دي.

پولیس پدې باور دي چې د شنبې د شپې برید هغه مهال وشو کله چې یوه وسله واله ډله په محلي وخت د شپې په اتو بجو د ایرپواتو په ښار کې شپني کلوپ ته ننوتله او د کلوپ په کارکوونکو او مشتریانو باندې یې ډزې وکړې.

ددې ښار ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې د برید کوونکو د هویت او د هغوی د انګیزې په اړه له څه ویلو پرته ویلي، چې لږترلږه شپږ نارینه او شپږ ښځې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دولتي پولیس، پوځ، د څارنوالۍ دفتر او ملي ګارد برید کوونکو په لټه بوخت دي.

دا له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په ګوانواتو کې دوهم ډله ییز برید دی. د سپتمبر په میاشت کې وسله والو بریدګرو د دغه ایالت د تاریمورو ښاروالۍ په یوه تالار کې ۱۰ کسان وژلي وو.

همداشان د دې میاشتې په پیل کې تنظیم شويو جرمي ډلو د ګیریرو ایالت د سان میګویل ټوټولاپان ښار په سالون کې د ښاروال په ګډون ۲۰ کسان په ډله ایزه توګه ووژل.

چارواکي وايي، د جنورۍ او اګست تر منځ په سیمه کې ۲۱۱۵ کسان وژل شوي دي.

مکسیکو د ۲۰۰۶ کال په ډسمبر کې د مخدره توکو پر ضد د جنجالي پوځي عملیاتو له پیل راهیسې د څه دپاسه ۳۴۰زره وژنې ثبت کړي چې زیات شمیر یې جرمي سازمانونو ته منسوب شوي.

XS
SM
MD
LG