د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکو رسنیو لپاره تر 'ټولو خونړی هېواد'؛ سږکال په کې ۱۸ خبریالان وژل شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د بشري حقونو سازمان «۱۹ ارټیکل» راپور وايي چې په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې تر دې دمه په مکسیکو کې ۱۸ خبریالان وژل شوي‌ او دا هېواد د رسنیو لپاره تر ‌‌‌‌ټولو خونړی هېواد دی.

د دغه سازمان سیمه ایز مشر لیوپولدو مالدونادو د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمری ۲۷) د رویټرز خبري اژانس وویل چې په ۱۸ وژل شویو خبریالانو کې یې نهه تنه داسې دي چې د قتل قضیې یې له مسلکي کار سره تړلې دي.

نوموړي وویل: «۲۰۲۲ په دغه هېواد کې په یوې پېړۍ کې د مطبوعاتو لپاره تر ټولو بد کال کېدای شي.»

په ۲۰۲۱ کال کې په مکسیکو کې ۱۳ او په ۲۰۲۰ کې بیا ۱۴ خبریالان وژل شوي وو. د بشري حقونو دغه سازمان د راپور په اساس د خبریالانو د قتل اکثریت قضیې د خبریالانو له مسلک سره تړلې دي.

دا سازمان وايي چې په خبریالانو باندې یې د روان کال تر نیمايي پورې د بریدونو ۳۳۱ قضیې ثبت کړي‌ دي چې ځورول او سپکول هم په کې شامل دي. ځینو ته ګواښونه شوي‌ دي‌ او د ځینو نورو په وړاندې چارواکو له واک او صلاحیت څخه ناوړه استفاده کړې ده.

دا سازمان همدا راز وايي چې څلور خبریالان ورک کړل شوي او دوه نور جلا وطن شوي‌ دي.

د دغه سازمان راپو روايي: «د مطبوعاتو سره په تشدد کې د چارواکو رول په ښکاره د دولت د هغه مسولیت څخه سرغړونه ده چې د خبریالانو او مطبوعاتو د حقوقو او حیثیت د تضمین په برخه کې یې لري.»

د مکسیکو ولسمشر اندرس مانیول لوپیز اورادو په تکرار سره دا خبره کړې ده چې د هغه حکومت په خبریالانو بریدونه نکوي‌ او دا کار د هغه په خبره د جنايي ډلو دی.

د بشري حقونو دغه سازمان وايي چې دولت په خبریالانو باندې په اکثریت بریدونو کې دخیل دی.

XS
SM
MD
LG