یو وسله وال کس د مینسوتا ایالت د مینیاپولیس په ښار کې د کاتولیکانو په یو ښونځي برید کړی، دوه تنه په کې وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.
د مینیاپولیس د ښار د پولیسو مشر براین اوهارا خبریالانو ته وویل، چې وژل شوي کسان اته کلن او لس کلن دي. هغه وویل چې ۱۴ ژوبل شوي کسان هم ماشومان دي.
هغه وویل چې بریدګر د چهارشنبې په ورځ د کاتولیک انوسیشن ښوونځي د یو ټولګي د کړکۍ له لارې په ټولګي باندې ډزې کړي.
اوهارا وویل د بریدګر مړی، چې ۲۰ کلن دی، له برید وروسته موندل شوی دی او په خبره یې «هغه په خپله خپل ځان وژلی» دی.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې لیکلي دي چې د دغې پېښې په اړه ورته معلومات ورکړل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ لیکلي دي: «اف بي ای چټک عمل کړی دی او په سیمې کې موجوده ده. سپینه مانۍ د دغې درناکې پېښې په اړه تحقیقات کوي. لطفآ له موږ سره یو ځای د ټولو هغو کسانو لپاره چې په دغې پېښې کې دخېل [زیانمن] دي، دعا وکړئ.»
فورم \ دبحث خونه