د لاس رسي وړ اتصالات

سخت دریځو په نایجریا کې د ښوونځي ۱۴۰ زده کوونکي تښتولي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د نایجریا په شمال لویدیځ کې سخت دریځو نن د جولاۍ په پنځمه (چنګاښ ۱۴) د یو ښوونځي ۱۴۰ زده کوونکي تښتولي دي.

د بیتل بپتست د لیسې یو مسول وویل چې بریدګرو لومړی ډزې وکړې او د ښوونځي په ساتونکو برلاسي شول او بیا یې زده کوونکي وتښتول.

د نایجریا په شمال لویدیځ او مرکزي سیمو کې جنایتکاره وسله والې ډلې تل کلي لوټوي او د هغوی څاروي غلا کوي او د پیسو د ترلاسه کولو لپاره په یرغمل لاس پورې کوي، خو د زده کوونکو د تښتونې ګراف د روان کال له پیل راهیسې لوړ شوی دی.

د یو ښوونکي د معلوماتو له مخې ۲۵ زده کوونکي توانیدلي چې د بریدګرو له منګلو وتښتي، خو د ۱۴۰ نورو د برخلیک په اړه خبر نشته.

د کادونا ایالت پولیس پیښه تائید کړه خو پدې هکله یې زیات جزییات وړاندې نکړل. بیا هم مقاماتو ویلي چې پولیسو د یو ښوونکي په کډون ۲۶ تنه ژغورلي دي.

د تیر کال د ډسمبر د میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکي په نایجریا کې تښتول شوي دي، خو اکثریت یې د محلي مقاماتو په منځګړیتوب خوشې شوي دي، خو یو شمیر یې لاهم بندیان دي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د نایجریا په شمال لویدیځ او شمالي سیمو کې د ورانکارو ډلو یاغیتوب ددې سبب شوی چې ددې سیمو شاوخوا۷۰۰ اوسیدونکي د خپلو کورونو او کلیو څخه بیځایه شي.

XS
SM
MD
LG