د لاس رسي وړ اتصالات

ویست تاشکند کې له یو شمېر افغانانو او اوزبیک چارواکو سره پر افغانستان غږېدلی


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویست وايي چې په اوزبیکستان کې یې د افغانستان د پارلمان له یو پخواني غړي، یو خبریال او ځینو نورو افغانانو او اوزبیک مقاماتو سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړي‌ دي.

ښاغلي ویست په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دغو خبرو اصلي هدف دا و چې له افغانانو واوري چې هغوی څه غواړي هېواد یې په کوم لوري ولاړ شي.

ښاغلي ویست لیکلي دي چې افغانانو اندېښنه لرله چې ښځې او لوڼې یې د خپل لومړنیو حقوقو زده کړو، ازاد تګ راتګ او کار څخه محرومې کیږي. هغه لیکلي دي چې افغانانو ورته ویلي دي چې د دایمي سولې لپاره بیا پخلاینه ضروري‌ده او هغوی د داسې "یو سیاسي بهیر هیله لري چې افغانان په کې شامل وي".

نوموړي لیکلي دي چې هلته به له یو شمېر نورو افغانانو سره هم ویني. ښاغلی ویست په دوه ورځني سفر ازبیکستان ته تللی دی او هلته یې له اوزبیک مقاماتو سره هم خپل لیدل رغوونکي بللي‌دي.

نوموړي د شنبې په ورځ ناوخته مۍ ۲۸ (غبرګولې اوومه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ازبیکستان د ملي امنیت شورا، بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.

ښاغلي ویست زیاته کړې: "اوزبیکستان د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په برخه کې اصلي رول تر سره کوي. په ترمز کې یو مهم بشردوستانه مرکز رامنځته کړی دی، تاشکند د افغانستان د برېښنا تامین ته دوام ورکوي او د ازبیکستان رهبري له طالبانو سره له ګډو لومړیتوبو لکه، تروریزم، بشري حقوق او ثبات ټینګېدو کې همکاري کوي."

ښاغلي ویست د سیمې په اړه د ازبیکستان د لید لوري د قدرداني ترڅنګ ویلي چې له دغه هیواد سره د امریکا متحده ایالاتو مشارکت به ادامه پیدا کړي او پياوړی به شي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زیاته کړې په راتلونکو ورځو کې هم د افغانستان د سیاسي رهبرانو، ښځو، متخصصینو او سوداګرو د توصیو په تمه دی.

XS
SM
MD
LG