د لاس رسي وړ اتصالات

حافظ سعید رسمآ د ترهګرۍ په تمویل تورن شو


حافظ سعید

په پاکستان کې یوې محکمې د لشکر طیبه ډلې بنسټګر حافظ سعید او ورسره څلور نور ملګري رسمآ د ترهګریزو فعالیتونو په تمویل تورن کړ.

حافظ سعید د جماعت الدعوه مشر دی چې د یو شمېر خیریه سازمانونو له لارې ترهګرو ډلو ته پېسې او نور امکانات ټولوي او برابروي.

د لاهور په ښار کې په محکمې قاضي د هغه پر ضد دوسیه ولوستله او هغه یې رسمآ د ترهګریزو فعالیتونو تمویلوونکی یاد کړ، خو حافظ سعید او څلورو نورو ملګرو یې دا خبره رد کړه.

جماعت الدعوه لا رسمآ د محکمې په اړه څه نه دي ویلي.

واشنګټن او نوی ډیلي حافظ سعید د مطلوبو کسانو په لست کې شامل کړی دی، دی تورن دی چې په ۲۰۰۸کال کې یې په ممبۍ کې په برید کې لاس لري چې ۱۶۶ کسان په کې ووژل شول.

د هغه تر نیول کېدو مخکې امریکا اعلان کړی و که هر چا داسې معلومات ورکړل چې د حافظ سعید نیول کېدو ته لار پرانیزي ، ۱۰ میلیون ډالر جایزه لري.

حافظ سعید تر دې مخکې هم نیول شو و خو دا لمړی ځل دی چې رسمآ تورن کیږي. پر پاکستان نړیوال فشارونه او د هند تند غبرګونونو له کبله په پاکستان کې د حافظ سعید فعالیتونه محدود شوي دي.

د پاکستان حکومت همدغه راز د جماعت الدعوه د روغتونونو او مدرسو مسولیت هم اخیستی دی.

لا معلومه نه ده چې حافظ سعید ته به څه ډول سزا ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG