د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان وايي پاکستان د سیمې سولې او ثبات ته ژمن نه دی


د ولسمشر غني ویاند وايي پاکستان د سیمې ثبات ته ژمن نه دی
د ولسمشر غني ویاند وايي پاکستان د سیمې ثبات ته ژمن نه دی

افغان حکومت د کونړ ولایت پر ځینو برخو د "​پاکستان د توغندیو بریدونه"​ په کلکه غندلي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي "د افغانستان حکومت پر افغان خاورې د پاکستان وروستي راکټي بریدونه په کلکه غندي. زموږ په باور د پاکستان دا عمل د نړیوالو اصولو خلاف دی او په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان نه ژمنتیا ښکاره کوي."

ښاغلي صدیقي د پنجشنبې په ورځ (اګست۲۲) دا خبره په خپل ټویټر کې لیکلې ده.

همدا تېره ورځ د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل چې په تېرو شاوخوا اتو ورځو کې د " شلټن او دانګام پر ولسوالیو د پاکستان راکټي او توپچي بریدونه نهایت زیات شوي دي."

هغه وویل چې په دغې مودې کې " پاکستان ۷۲۰ راکټي او توپچي" بریدونه کړي دي. ښاغلي میرزکوال وویل چې په دغو بریدونو کې د ځایي خلکو ځینې څاروي وژل شوي او کورونه یې زیانمن شوي دي، خو څوک وژل شوي او ژوبل شوي نه دي.

پاکستان لا تر دې دمه د افغان حکومت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې په کونړ کې پر هغو ځایونو بریدونه کوي چې د پاکستاني چارواکو په خبره ترهګر ترې پاکستاني پوځ او خاوره په نښه کوي.

افغان چارواکي وايي له څو کلونو راهېسې د ډیورېنډ له بلې غاړې "پاکستانی پوځ" پر افغان خاورې د توغندیو بریدونه کوي.

افغان حکومت داسې مهال پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په "عدم تعهد" تورن کړی دی چې پاکستان ویلي د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي.

څو میاشتې مخکې د پاکستان حکومت وویل چې د دوې په هلو ځلو طالبان د سولې خبرو ته راغلل.

XS
SM
MD
LG