د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ددفاع وزیر مینځني ختيځ ته په ۶ ورځني سفر تللی


د امریکا ددفاع وزیر چک هېګل وايي چې د اسرایلو سره د امریکا د وسلو یوه ستره معامله ایران ته واضیح اشاره ورکوي چې د ایران د اټمي پروګرام د مخنیوي لپاره پر نظامي اقدام باندي اوس هم غور کېږي.

د ښاغلي هیګل نه ددغې موضوع په هکله د هغه په الوتکه کې تل ابیب ته د نېږدې کیدو سره سم پوښتنه وشوه. هغه سیمې ته یو ۶ ورځنیز سفر پیل کړی دی.

د ښاغلي هیګل د سفر هدف پر اسرایلو، عربي اماراتو او سعودي عربستان باندي د وسلو خرڅول او د ایران او سوریې په هکله خبري کول دي.

کله چې د ښاغلي هېګل څخه پوښتنه وشوه چې آیا اسرایل به پر ایران باندي پوځي برید وکړي نو ښاغلي هیګل وویل چې اسرایل به هغه څه وکړي چې یو هیواد یې د ځان د دفاع او ژغورلو په خاطر کوي. خو نوموړي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات او نور هیوادونو اوس هم په دې باور دي چې د ایران سره د خبرو دپاره اوس هم موقع سته او اوس هم کیدای شي چې پر دغه هیواد باندي بندیزونه ددغه ملګ اټمي پروګرام تر اغیز لاندي راولي.

نوموړي زیاته کړه په په دې برخه کې اسرایل او امریکا ښايي د وخت له نظره د نظر اختلاف ولري.

په دغه سفر کې به د اسرایلو ترڅنګ ښاغلی هیګل اوردن، سعودي عربستان، مصر او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي چې ټول په سیمه کې د امریکا د متحده ایالات مهم متحدین دي. ټول یادشوی هیوادونه په سوریې کې د روانې نارامۍ له کبله اندېښمن دي.

د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان به د امریکا څخه پرمختللي میزایلونه رانیسي او متحده عربي امارات به څو دانې اف ۱۶ ډول جټ الوتکې رانیسي.
XS
SM
MD
LG