د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه ښوونکې حلیمه دیبا: د ښوونځیو تړلو افغانې ښوونکې او زده کوونکې له کړاو سره مخامخ کړي


 حلیمه دیبا، افغانه ښوونکې
حلیمه دیبا، افغانه ښوونکې

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي‌ سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۳ کال د تعلیم نړیواله ورځ په داسې حال کې د افغان نجونو او ښځو په نوم کړې ده چې په افغانستان کې د زرګونو افغان ښځینه ښوونکو او زده کوونکو پر مخ د ښوونې او روزنې دروازې تړل شوي دي. حلیمه دیبا له همدی جملې څخه ده.

په کابل کې د یو خصوصي ښوونځي دا ښوونکې وايي، د خپل وطن د نجونو د روزنې په هدف يې کار کاوه او په دې نه پوهېده چې یوه ورځ به یې په ارمانونو خاورې اړول کیږي.

هغې وویل: "د دومره استعداد او وړتیا سره سره هیڅ مې باور نه کاوه چې دا نازنینې او لایقه زده کوونکې چې زه دوی ته د مور حس لرم ، یوه ورځ به داسې له زده کړو محرومیږي او په هیلو به يې خاورې اړول کيږي. اصلا داسې یوه ورځ مې هیڅ په ذهن کې هم نه ګرځیده."

د نورو ډیرو افغانانو په څیر دا میرمن هم ګڼي، چې افغانانو په اوږدو جګړو کې کړاوونه ګاللي او له زده کړو د افغان نجونو محرومول دا ټولنه نوره هم زیانمنوي. حلیمه وايي، دا حالت باید د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه وي.

هغې وویل: "کله چې نجونو ته وویل شول چې دوئ دې زده کړې نه کوي ، فکر او اندیشه باید ونلري او د بنديانو په څیر يې کورو کې حبس کړې، هغه ورځ د افغانستان د تاریخ توره ورځ وه."

د حلیمې د ژوند ملګری محمد تقي احساني د پوهنتون استاد دی او په څو خصوصي پوهنتونونو کې ښوونکی وو، وايي د افغان نجونو پر مخ د زده کړو تړلې دروازې يې سخت ځوروي.

هغه وویل: "افغان نجونې به د ډیرو ستونزو سره سره او په لږو امکاناتو له لیرې ځایونو پیاده درس ته راتللې، چې کله د درس سره د هغوی مینه او اوس یې محرومیت سترګو ته دروم، په رښتیا له درده سوځم."

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په پای کې د جنوري په ٢٠ په یوې اعلامیې کې د طالب چارواکو د هغو فرمانونو لغوه کیدل وغوښتل چې د میرمنو او نجونو حقونه پکې محدود شویدي.

خو طالبانو تراوسه په دی هکله د نړۍ غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. دغه حالت د حلیمې دیبا په څېر زرګونه افغانې ښوونکې او زده کوونکې له کړاو سره مخامخ کړي دي.

هغې وویل: "ما په دی فکر کاوه چې یوه ورځ د هیواد د مشرتابه ترکچې ورسیږم، لویه تصمیم نیونکې اوسم ، د ښوونې او روزنې په برخه کې د خپلې تجربې پر اساس د وطن بچیو ته ډیر کار وکړم ، مخکې ولاړه شم او خپل ټول قوت د افغان خاوري خدمت ته وقف کړم، مګر کله چې د افغانستان د تاریخ توره ورځ راورسیده هرڅه برباد شول."

دغه ښوونکې د نجونو په وضعیت دردمنه ده، او په غریو نیولي غږ يې وویل: "نن سبا ١۴ میلیون افغان نجونې او ښځې يې په تور او تیاره کوهي کې اچولي او ورته وايي مه وځه؛ مه وایه، مه لوله او هیڅ وجود مه لره، د یو انسان سره دا څومره ظلم دی،افغانې نجونې او ښځې دا مهال یو داسې حالت سره مخ دي چې زه يې نشم ویلی."

طالبانو د ٢٠٢١ کال د اګست د میاشتې واک تر لاسه کړ چې په پرله پسې فرمانونو کې يې پر نجونو او ښځو د زده کړو او کار محدودیونه وضع کړل.

د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې اجرائیوې مشرې میرمن بحوث د طالب چارواکو سره له لیدو وروسته ویلي: "افغان میرمنې به په افغانستان کې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره چوپه خوله پاتې نشې او دا یې خپل مسؤلیت بللی چې د دې میرمنو تر څنګ ودریږي."

XS
SM
MD
LG