د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: نیمايي افغانې نجونې د میاشتني عادت په اړه پوهاوی نلري


د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق (یونیسف) د ښځو د میاشتني عادت د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي چې د یوې تازه سروې له مخې په افغانستان کې شاوخوا نیمايي نجونې د میاشتني عادت (حیض) په اړه معلومات نه لري.

په افغانستان کې د یونیسف استازي هروه لودویچ ډیلیس د پنجشنبې په ورځ د مې ۲۷ (غبرګولي ۶) د میاشتني عادت د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې وویل دا سروې د یو- رپوټ (U-Report) مکانیزم په کارولو ترسره شوې چې په کې له درې زرو څخه زیاتو نجونو او ښځو ګډون درلود.

ډیلیسن وویل: "نږدې نیمايي نجونو موږ ته وویل چې د میاشتنې عادت په پیل کې نه پوهېدې چې څه ور پېښ شوي او ولې، ۳۸سلنه نجونو یادونه کړې چې د خپل میاشتنې عادت په لړ کې د خفگان او نا آرامۍ احساس کوي، ۱۸سلنه د نا پاکتوب احساس کوي او ۳۰سلنه نورو هم ویلي چې په هره میاشت کې د دې عادت له امله ۲ تر ۵ ورځو ناسوبتیا کوي".

همداشان نن د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې له ښوونځیو څخه د باندې نجونو او ځوانو میندو لپاره د میاشتني عادت په اړه د پوهاوي د لارښود مخ کتنه وشوه.

دا لارښود د پوهنې، عامې روغتیا، د ښځو چارو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د یونیسف او نړیوالو همکارنو په مرسته جوړ شوی دی چې په کې د پیغلتوب، میاشتني عادت او د حیض په موده کې د پاکوالي په تړاو معلوماتو ته ځای ورکړل شوی دی.

ښاغلي ډیلیسن له ښوونځیو څه د څلور میلیونه ماشومانو چې۶۰سلنه نجونې شاملې دي بې‌برخې پاتې کېدو ته په اشارې وویل چې په ښوونځیو کې د اوبو او نورو روغتیايي اسانتیاو نشتوالی د میاشتني عادت په موده کې له زده کړو څخه د نجونو د محرومېدو یو عمده لامل دی.

هغه وویل: "والدین له خپلو لوڼو سره د میاشتني عادت په اړه خبرې کول د ټولنیزو نورمونو، پېغور او بدنامۍ له امله، ستونزمن بولي، که څه هم مني چې دا د دوی مسؤلیت دی چې په دې اړه باید ورسره خبرې وکړي. همدا لامل دی چې د دې لارښود پیلېدل ډېر اهمیت لري".

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینه حمیدي په دغو مراسمو کې د میاشتني عادت په اړه د نجونو د پوهاوي او ورته د ښوونې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا مسله د شرم لامل نه ده.

اغلې حمیدي زیاته کړه: "نجونې باید پوه شي چې میاشتنی عادت یوه ناروغي نه بلکې د نوي ژوند نښه ده او د هغوی په راتلونکي ژوند کې مهم رول لري. کورنۍ او ښوونکي هم باید د نجونو میاشتنی عادت یوه ارزښتناکه او هیله بښوونکې پېښه وگڼي او له حایضه نجونو سره په درناوي او احترام چلند وکړي. دا هغه څه دي چې په اړه یې نه باید د شرم او سپکاوي احساس وشي".

یونیسف ویلي چې میاشتنی عادت او روغتیايي مدیریت یې په افغانستان کې یو له هغو ټولنیزو مسلو څخه ده چې ورته لږه پاملرنه شوې ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې د میاشتني عادت په اړه د ناسمو باورونو په وړاندې چوپتیا باید ماته شي او په دې برخه کې له نجونو او ښځو څخه ملاتړ وشي.

XS
SM
MD
LG