د لاس رسي وړ اتصالات

میاشتني عادت افغان نجونو ته تعلیمي سرخوږی جوړ کړی- یونیسف


یونیسف وايي، چې د میاشتني عادت په اړه د پوهاوي د نشتوالي له امله، نجونې د میاشتني عادت پر مهال ښوونځیو ته نه ځي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي په ځینو مواردو کې دغه ستونزه له ښوونځیو څخه د هغوی د منفکېدو لامل کیږي.

د یونیسف ویاند فریدون آرین امریکا غږ ته وویل، د میاشتني عادت په اړه د دغې ادارې د ۲۰۱۶ کال موندنې ښيي، چې قاعدګۍ د حفظ الصحې په اړه د پوهاوي او امکاناتو کموالي، ښوونځیو ته د افغان نجونو تګ له خنډ سره مخ کړی دی.

ښاغلي آرین ټینګار وکړ، چې ښوونکې او میندې باید د میاشتني عادت د حفظ‌ الصحې په اړه د نجونو د پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې مداخله وکړي.

د یونیسف موندنې ښيي چې ۷۰ فیصده نجونې د نه امیدواره کیدو له ویرې د میاشتنې عادت پر مھال د ځان له وینځلو ډډه کوي، شاوخوا ۳۷ فیصده یې د میاشتني عادت په وخت کې ځینې ورځې ښوونځيو ته نه ځي، دغه راز شاوخوا ۸۰ فیصده نجونې د میاشتني عادت پر مهال په ټولنیزو مراسمو لکه ودونو او جنازو کې د ګډون کولو او یا زیارتونو ته د تللو اجازه نه لري او ۵۰ فیصده نجونې چې لومړی ځل میاشتني عادت سره مخامخ شوي، د دې مسلې په اړه پوهاوی نه لري.

د افغانستان د پوهنې وزارت د یونیسف په همکارۍ د سې شنبې په ورځ (لړم/عقرب ۸) په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د نجونو د حفظ الصحې ورځ ولمانځله.

په دغو مراسمو کې، چې د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني او د کابینې یو شمیر غړو په کې ګډون درلود د میاشتني عادت د حفظ الصحې د سم مدیریت لپاره د لارښوونې انځوریز او ساده مواد له اړوندو مسولینو سره شریک شول.

آغلې غني وویل، اړتیا ده چې نجونو تهبشپړ روغتیايي معلومات ورکړل شي او هغوی باید په دې پوهې شي، چې د پیغلتوب په مرحله کې یې وجود بدلون مومي.

هغې د پیغلتوب په مرحله کې د نجونو روغتیا او خوړو ته پاملرنه مهمه وبلله.

په افغانستان کې د یونیسف د ادارې استازې ادل خدر د میاشتني عادت په اړه د ناوړو رواجونو په له منځه وړلو ټینګار وکړ او وې ویل، چې دا مسایل د ښځو د پوهنې او د هغوی د پیاوړتیا د مخنیوي لامل کیږي.

XS
SM
MD
LG