د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: د نفوسو 'چټکه وده' د اندیښنې وړ ده


د کابل ښار
د کابل ښار

د افغانستان د روغتیا وزارت په هیواد کې د نفوسو د کنترول د هڅو خبر ورکړی دی. اوسمهال ددې هیواد نفوسس په کال کې څه دپاسه دوه فیصده وده کوي.

د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د نفوسو د مخ په زیاتیدونکې کچې په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي، که دا بهیر پڅ نه شي افغانستان به په راتلونکي کې له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز خبریالانو ته وویل چې تر ۲۰۲۰ عیسوي کاله پورې به په افغانستان کې د کورنۍ د تنظیم له پروګرامونو څخه د استفادې کچه لږ تر لږه دیرش فیصدو ته لوړه شي.

ښاغلي فیروز د افغانستان اقتصادي وضعیت او محدودو سرچینو ته په اشارې وویل، چې د نفوسو د زیاتوالي روان بهیر به په راتلونکي کې، د روغتیا، پوهنې او نورو ټولنیزو چارو په برخه کې افغان دولت او ولس له ستونزو سره مخامخ کړي.

د روغتیا وزیر زیاته کړه که په افغانستان کې د نفوس چټکه وده کنترول نشي ددې هیواد نفوس به ٢۴ کاله وروسته دوه چنده شي او ٦٠ میلیون تنو ته به ورسیږي.

ښاغلي فیروز وویل "موږ نغواړو چې زیږونونه ودروو، موږ غواړو چې د زیږونونو ترمنځ واټن زیات شي، کله چې د زیږونونو په منځ کې واټن زیات شي، د میندو روغتیا ښه کیږي، د پرله پسې زیږونو له امله د میندو د مړینې کچه راټیټیږي، د ماشوم خواړه ورسره ښه کیږي، ماشوم روغ رمټ راځي، له دې لارې خوار ځواکي او د مور او ماشوم د وینې کموالی له منځه دي".

د روغتیا وزارت د شمیرو په اساس، په ۲۰۱۸ عیسوي کال کې په هرو زرو ماشومانو کې، چې عمرونه یې له یو کال څخه ټیټ وو، ۹۱ تنه یې مړه شوي او له ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو له شمیرې ۳۶ فیصده یې په مزمنه خوارځواکي اخته شوي دي.

لا تر اوسه په افغانستان کې د نفوسو د کره شمیرې معلومولو په اړه سروې نه ده شوې، خو د مختلفو ادارو له خوا د وړاندې شويو شمیرو له مخې، په دغه هیواد کې د نفوسو کچه د ۳۰ او ۳۵ میلیونو ترمنځ اټکل شوې ده.

XS
SM
MD
LG