د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا د ټولو کارکوونکو بهرني معاشونه قطع کړي


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وايي، د معلوماتو د خوندیتوب «مصؤنیت» او پر بهرنیو مرستو د تکې د راکمېدو په هدف د دغه شورا کارمندانو ته د بهرنیو ادارو لخوا د معاشاتو ورکول یې بند کړي دي.

د ملي امنیت شورا رئیس زیاته کړه چې د بهرنیو ادارو لخوا د امنیت شورا کارمندانو ته د معاشونو ورکول د امنیت او د معلوماتو د خوندیتوب له پلوه دوی ته یو ګواښ و چې دوی دغه معاشونه وربندل کړل.

ښاغلی محب وایي "موږ په شورای امنیت کې هر هغه خارجي پروژه چې وه، چې معاشات یې ورکول، نور هر څه یې کول ټول مو قطع کړي‌ دي، د دې لپاره مو هغه نه دي قطع کړي چې، هغه پیسو ته زموږ اړتیا نه وه، د دې لپاره مو قطعه کړي چې، یو مرکز یو ځای داسې یو ځای چې په هغه ځای کې د افغانستان امنیتي پالیسي جوړېږي، او د هغه ځای د یو کارمند معاش دې یو سفارت ورکوي، نو هغه نفر، هغه کارمند چاته مسؤل دی، چا ته باید وفاداره وه اوسېږي،وطن ته او که هغه سفارت ته چې معاش یې ورکوي؟."

ښاغلي محب ویلي چې هېڅ یو هېواد په بهرنیو مرستو باندې نه‌دی جوړ شوی او پر بهرنیو مرستو د اړتیا را کمېدو لپاره، په‌کار ده چې افغانان له خپلو موجوده امکاناتو څخه د هېواد جوړولو لپاره کار واخلي.

حمدالله محب دغه څرګندونې تېره ورځ «پنجشنبه د کب پر دوهمه» د کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو له ځوانانو سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

ښاغلي محب ویلي چې د ده تر راتګ مخکې د ملي امنیت له شورا څخه وړکتون «کودکستان» جوړ شوی و چې ټول یې ایستلي‌ دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا رئیس په دغه لیدنه کې ویلي چې د سولې ابتکار باید افغانانو په لاس کې وي او زیاته کړې ده چې د سولې په اړه له غیر منظمو جلسو څخه دښمن ته ګټه رسېږي.

XS
SM
MD
LG