د لاس رسي وړ اتصالات

مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټاکل شوی


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست پخوانی اوپراتیفي مرستیال مسعود انداربي د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوزون د دوشنبې په ورځ د«سلواغې پر۲۲مه» امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی انداربي د ملي یووالي حکومت د مشرانو لخوا د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

هغه وویل: "د پارلماني چارو وزارت ته لارښونه شوې چې ښاغلی اندرابي د باور رایو اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي."

د افغانستان ولسشمرۍ ماڼۍ یوې سرچینې هم د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي مسعود اندرابي ټاکل کېدل تائيد کړه.

دا د تېرو درې میاشتو په جریان کې دریم شخص دی چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل کېږي.

د کورنیو چارو د پخواني وزیر ویس احمد برمک تر لیري کېدو وروسته افغان ولسمشر امرالله صالح د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه وټاکه چې نوموړي په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي‌ غني د لومړي مرستیال په توګه تر ټاکل کېدو وروسته استعفا ورکړه.

تر هغه وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال حمد الله محب د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG