د لاس رسي وړ اتصالات

حمدالله محب له خپل چیني‌ سیال سره پر دوه اړخیزو مسائلو غږېدلی


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب چین ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د جمعې په ورځ د دغه هېواد د ملي امنیت شورا له سلاکار سره لیدلي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر د جمعې په ورځ د «مرغومې پر ۲۱مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښاغلي محب له خپل چیني سیال سر د چین جمهوري ریاست په «خلق» ماڼۍ کې کتلي او داوړو لورو پر دوه اړخیزو مسائلو خبرې کړي‌ دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ ایې او یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره یې د افغانستان او چین ترمنځ امنیتي همکاریو، د افغانانو به مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او پر ستراتیژیکو همکاریو خبرې کړې وې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ایې تېره ورځ له ښاغلي‌ محب سره د لیدنې پرمهال ویلي و چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پرته ناشونې ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

نوموړي‌ ویلي چې هېواد به یې، له افغانستان سره د تل پاتې سولې او ثبات په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په روانه میاشت کې د افغان سولې په تړاو چین ته سفر وکړي.

پر همدې مهال د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وايي، چین کولای شي د افغان سولې په بهیر کې بې طرفانه رول تر سره کړي.

افغان حکومت او نړیوالو همکارانو یې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هڅې زیاتې کړي دي او د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو په هدف د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزی هم پاکستان ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG