د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان باید د افغانستان په راتلونکې کې ونډه ولري- ظریف


ښاغلي ظریف وویل دوی ګاونډیان نغواړي طالبان بیا پر افغانستان بشپړ حاکمیت ولري
ښاغلي ظریف وویل دوی ګاونډیان نغواړي طالبان بیا پر افغانستان بشپړ حاکمیت ولري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي چې د طالبانو تر بشپړې واکمنۍ لاندې افغانستان د سیمې د امنیت په ګټه نه دی.

ښاغلی ظریف چې دا مهال په نوي ډیلي کې دی ویلي چې د افغانستان ځینې سرحدي سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او له همدې کبله ایران له طالبانو سره استخباراتي تماسونه درلودل.

نوموړي وویل "زما په فکر طالبانو ته له رول ورکولو پرته د افغانستان راتلونکی ناممکنه ده. خو موږ په دې هم باور لرو چې طالبان باید پر افغانستان واکمن رول ونلري."

ښاغلي ظریف دا څرګندونې د "نوي ډیلي تلویزون لمیتد" سره په خبرو کې کړي دي. هغه وویل دا د افغانانو کار دی چې طالبانو ته څه ډول رول ورکوي خو د افغانستان ګاونډیان نغواړي چې طالبان دې پر افغانستان بشپړ کنترول ولري.

هغه وايي " په سیمه کې هېڅوک هم فکر نکوي چې د طالبانو تر بشپړې واکمنۍ لاندې یو افغانستان به د سیمې د امنیت په ګټه وي. زما په باور په دې خبرې تقریباٌ ټول اتفاق کوي."

ښاغلي ظریف داسې مهال دا څرګندونې کړي دي چې افغان او امریکايي چارواکو تر بل هر وخت اوس له طالبانو سره د سولې هلې ځلې زیاتې کړي دي. همدا اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د بیا پخلاینې د برخې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند، چین، پاکستان او افغانستان ته په سفر دی چې پر افغان سولې له دغو هېوادونو سره وغږیږي.

په همدې حال کې ټاکل شوې وه چې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ په قطر کې بیا د سولې لپاره غونډه وشي، خو طالبانو وویل چې په اجنډا کې د اختلاف له کبله دا غونډه ونشوه.

XS
SM
MD
LG