د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی: د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوم


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د زلمي خلیلزاد پر ټاکل کېدو خوښ دی او وايي دا «زموږ» دنده ده چې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره له نوموړي سره همکاري وکړو.

ښاغلي کرزي د چهارشنبې په ورځ د سید بهاءوالدین مجروح په نویمه کالیزه کې د وینا پر مهال وویل، زلمی خلیلزاد د افغانستان، سیمې او امریکا څخه ښه خبر دی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

نوموړي زیاته کړه:" خوښ یم ښاغلی خلیلزاد چې افغاني ریشه لري، زموږ وطنوال او افغان دی، د دې کار لپاره ټاکل شوی دی، زموږ خلک او خاوره پېژني، له سیمې ښه خبر دی، امریکا ښه پېژني، زموږ دنده دا ده چې ټول ورسره همکاري وکړو، چې ښاغلی خلیلزاد د سولې په خبرو کې کامیاب شي."

ښاغلي کرزي وویل لکه څرنګه چې په افغانستان کې د امریکا له بمباریو او جګړې سره کلک مخالفت کوي په هماغه ډول یې د سولې له هڅو کلک ملاتړ کوي.

ښاغلی کرزي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې امریکا په اکتوبر میاشت کې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل استازی وټاکه.

ښاغلي خلیلزاد پر دغه ماموریت تر ټاکل کېدو وروسته درې ځله سیمې ته سفرونه کړي دي.

نوموړی د خپل دریم سفر په پیل کې پرون پاکستان ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې کړي دي.

ښاغلي کرزي همدارنګه وویل له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د مذاکراتو لپاره یو ملي پلاوی وټاکي.

هغه زیاته کړه:"د افغانستان حکومت ته هیله مند یم چې، یو ملي هیئت د مذاکراتو لپاره وټاکي، چې د افغانستان مشران، د افغانستان مېرمنې او ځوانان دا د ځان وبولي او هغه صلاحیت ولري چې مذاکرې تو ته حاضر شي، یو ملي هیئت وي."

کرزي وویل نه غواړي چې افغان دولت د سولې له خبرو څخه بهر پاتې شي.

نوموړي له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو لپاره له همدغه ملي‌ پلاوي سره خبرو ته کښیني تر څو حل لاره پیدا کړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر داسې مهال له افغان حکومت څه د سولې مذاکراتو لپاره د ملي هیئت ټاکلو غوښتنه کوي چې افغان حکومت د سلام رحیمي په مشرۍ د سولې مذاکراتو یو ۱۲کسیز مرکچي پلاوي ټاکلی دی.

ښاغلي کرزي یو ځل بیا د تېر په څیر له امریکا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې هوايي حملې بندې کړي.

هغه وویل چې د سولې پروسه د سولې کوښښ او بمبارۍ او جګړه نه سره چلېږي او له طالبانو یې هم وغوښتل چې جګړه بس کړي.

XS
SM
MD
LG