د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس کرزی وايي امنیتي قواوې دې په خلکو ظلم نه کوي


Karzi
Karzi

افغانستان ولسمشر حآمد کرزی نن د چارشنبی په ورځ پرخپلو امنېتي قواو غږ وکړ چې دافغانستان دخلکو تعذېب او شکنجه او پرهغوي تېري پاېته ورسوي. داسوسېتېدپرېس خبري اژانس وايي چې دهغه داونېا له پخوانېو سره په دې کې مختلفه ده چې پخوا هغه دا ټوله پړه ېوازې دناټو پرقواو ور ا چوله.
ښاغلي کرزي داخبرې پارلېمان ته کولی، هغه وویل چې افغان قواوې هم دخپلو خلکو پرحقوقو تېرې کوي، او داخبره دهغه لپاره گرانوي چې په دې مسله خبري وکړي کله چې داتېري دبهرنېانو له خوانه سرته ورسېږي.
ښاغلي کرزي وویل چې دادبخښلو وړ کارندی. زموږ افغانان په خپلو کورنو کې، دافغان عسکرو دسلوک له امله خوندي ندي. نو ولي به خارجېان ملامتوم.
دافغانستان ولسمشر کرزیي وویل چې په اوله کې ده په دې ېقېن نه کاوه چې دده خپلې امنېتي قواوو زندانېان شکنجه کړېدي. خو اوس دی له افغان قواو نه غوښتنه کوي چې دبشري حقوقو درناوې وکړي.
ښاغلي کرزي پرافغان طآلبانو هم دخپلې وېنا په ترڅ کې غږ وکړ چې دده وړاندېز د ازادو مذاکراتولپاره دطآلبانو درسمي دفتر په واسطه ومني. دادفتر به په قطر کې پرانېستل شي. خو دطالبانو معتبرو مشرانو تراوسه پورې دهغه ددغه وړاندېز ځواب ندی ورکړی.
ښاغلي کرزي په خپله وېنا کې چې ښايی نړېواله ټولنه ېې خواشېنی کړي وي، په دې ېې انتقاد وکړ چې د جمهوری رېاست په انتخاباتوکې ېې نړېوالو سلاکارانو ته دومره پېسی ورکړېدی چې دهغو له امله دهرېو راېې قېمت له ٣٠ نه ۴٠ ډالرو ته رسېږی.
هغه وویل په دې توگه انتخابات باېد بل ځلې ېوازې دافغانانو په واسطه سرته ورسېږي.
XS
SM
MD
LG