د لاس رسي وړ اتصالات

د خیسور پیښې په اړه د حامد میر د پوځ د ویاند سره مرکې ته غبرگونونه


د پاکستان د جیو ټلویژن سره کارکونکی یو مشهور خبریال حامد میر د هغې نه وروسته د سختو نیوکو سره مخ دی چې هغه د پاکستان د پوځ د ویاند سره وزیرستان ته د یو سفر په مهال د خیسور د پیښې په اړه مرکه وکړه

حامد میر د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال اصف غفور نه وپوښتل چې "د خېسور د پیښې په اړه په ټولنیزو رسنیو سخت پروپیگنډ روان دی" نو پوځ د دغې پیښې په اړه څه وایي؟ د حامد میر د دغې پوښتنې په ځواب کې د پوځ ویاند وویل چې دغه تورونه دروغ دي.

حامد میر چې کله په خپل ټویټر دغه مرکه شریکه کړه نو په پاکستان کې پرې د پښتنو سیاستمدرانو او د حقونو فعالانو سختې نیوکې وکړی.

حامد میر باندې اعتراض کونکو وویل چې یو خبریال باید د یوې پیښې دواړه اړخونه وڅیړي.

د ښځو د حقونو فعالې گلالۍ اسماعیل چې پخپله خیسور ته ورغلي هم ده، حامد میر ته ولیکل:

"نو اوس به قدرتمند سړي په لوبو لوبو دا فیصله کوي چې د خېسور پیښه شویده او کنه. ایا د حیات خان، د هغه د مور او د هغوي د سلگونو کلیوالو شهادت پوره نه دی خو د پوځ په ملاتړ جرگه صحیح ده."

پښتنې سیاستمدارې بشری گوهر حامد میر ته په یو ټویټ کې ولیکل چې "د پوځ ویاند وایي چې د حیات خان مور دروغ وایي؟ پوځ دې یوه غیر قانوني جرگه د یو جنایت پټولو لپاره نه کاروي."

ځینې کسانو نه یواځې دا چې په حامد میر نیوکې وکړی خو ځینو حتی ورته دا ولیکل چې بخښنه دې وغواړي.

د ټولنیزو رسنیو یو فعال عمران خان د حامد میر نه وغوښتل چې د خېسور د پیښې په اړه دی د پروپیگنډ ټکی کارولو له کبله دې بخښنه وغواړي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د وزیرستان د خېسور سیمې یو ماشوم حیات خان په یوې ویډیو کې په پوځ تور ولگاوه چې کور ته یې راننوځي چې د هغې نه وروسته د پښتون تخفظ مشران د یو احتجاجي لاریون سره خیسور ته وراغلل او د پوځ نه یې د پلټنو غوښتنه وکړه.

دغه پیښې نه وروسته د پښتنو میرمنو یو هیت هم خېسور ته سفر وکړ او د حیات خان د مور برسیره یې د نورو هغه ښځو سره هم ولیدل چې په پوځ د 'بی سترۍ او بی حرمتۍ' تورونه لگوي.

حامد میر په ٢٠١۴ کال کې په کراچۍ کې د نامعلومه کسانو په ډزو کې زخمي شوی و. هغه وخت حامد میر د لادرکه بلوڅانو لپاره پروگرامونه کړي و.

XS
SM
MD
LG