د افغانستان د چارو پخوانی ژورنالست او په پیښور کې د نیوز ورځپاڼې مدیر رحیم الله یوسفزی وایي چې حقاني ډله هغومره قوت نلري، څومره چې د هغوی په اړه ویل کیږي. یوسفزی زیاتوي چې د حقاني ډله اوس د طالبانو یوه برخه ده.
ښاغلی یوسفزی وایي "ما ته سراج الدین حقاني ویلي و چې دوه زره جنگیالي لري، او په دیرش څلویښت زرو طالبانو کې د حقاني شبکې دوه زره کسان غټ شمیر نه دی".
رحیم الله یو سفزي څخه مو پوښتلي چې که څه هم د حقاني د ډلې مشرجلال الدین ددغې ډلې مشري خپل زوی سراج الدین حقاني ته سپارلې ده خو دی پخپله چیرې دی،او د ده د صحت یا د ژوند په اړه څومره معلومات موجود دي؟
د امریکا غږ له خبریال خلیل خان سره په مرکه کې رحیم الله یوسفزي د حقاني شبکې د تاریخچې، نظامي عملیاتو او د پاکستان سره د اړیکو په اړه مفصلې خبرې کړې دي، چې تاسې یې دلته اوریدلی شئ.