د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په سرحد کې یو پلار او لور اوبو کې ‌‌‌‌‌‌ډوب شويدي


د ریو گراندی په سیند کې د پلار او دوه کلنې لور د جسدونو دغه عکس
د ریو گراندی په سیند کې د پلار او دوه کلنې لور د جسدونو دغه عکس

د امریکا او مکسیکو په سرحد د یو پلار او لور په اوبو کې د ډوبیدو یو زړه بوگنونکي عکس د ټولې نړۍ پام ځانته اړولی دی.

د آسکر ابرټو او د هغه د دوه کلنې لور ولایریا عکس په ټولنیزو رسنیو په زرگونو کسانو شریک کړیدی د مهاجرینو د بحران په اړه یې یو نوی بحث پیل کړیدی. امریکا ته راستنیدونکې زیاتره مهاجر د منځنۍ امریکا د ملکونو سره تعلق لري.

په ټولنیزو رسنیو د پلار او لور د جسدونو دغه عکس د امریکا په جنوبي سرحد د مهاجرینو د حالاتو عکس بلل شویدی.

دغه عکس ښیي چې پلار خپله دوه کلنه لور په خپل کمیص کې ځانته نژدی نیولې ده، چې په اوبو کې د ډوبیدو له کبله مړه شویدي.

پاپ فرانسس د دغه پلار او لور په مړینې ژوره خواشنیې څرگنده کړیده.​

د عیسویي مذهب د پلویانو مذهبي مشر ویاند پدی اړه وویل: "د ډیر ژور خفگان سره دا وایم چې پاپ فرانس د ریو گراندی په سیند کې د پلار او لور د جسدونو دغه عکس لیدلی دی او ډیر سخت خواشینی شویدی. دغه کسانو کوښښ کاوه چې د جنگ ځبلې سیمو نه خوندی سیمو ته کډه وکړي."

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایلي دي چې د دیموکراتیک گوند نه تمه لري چې د مهاجرینو د مسلې د حل لپاره ورسره یو ځاې کار وکړي.

هغه وویل: "مونږ دا خطرونه، سرغړونې او د ماشومانو قاچاق نشو زغملی. او د دغه د ودرولو یواځینۍ لار دا ده چې دیموکراتان زمونږ سره د مهاجرت د قوانینو په بدلولو کې همکاري وکړي."

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر د مهاجرت په اړه د سختو قوانینو پلوي دی او له دی کبله د دیموکرات گوند او د انساني حقونو د فعالینو د نیوکو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG