د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف زرګونه افغان زلزله ځپلو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وایي، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې څلور زره زلزله ځپل ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۱۲ (وږې ۲۱) ویلي چې اوس مهال د نجونو په ګډون دغه ماشومان په ۱۴۰ تدریسي ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي.

د روان کال د جون پر ۲۲مه د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې خوست او پکتیکا کې د نسبتاً قوي زلزلزې له امله ۱۰۳۶ کسان مړه شول او ۲۹۴۹ کسان نور ټپیان شول. په دغه زلزله کې ۴۵۰۰ کورنه هم په بشپړه ډول او یا څه ناڅه تخریب شول.

په داسې حال کې چې له دغه زلزلې څخه دوې میاشتې تیریږي، د پکتیکا او خوست ولایت زلزله ځپلې خلک لا هم په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او اوس مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دغه طبیعي پېښه کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ښوونځيو ځینې ودانۍ هم تخریب شوې او د زده کړو په برخه کې ماشومانو ته زیاتې ستونزې رامنځته کړې.

خو یونیسف په زلزله ځپلو سیمو کې د ماشومانو لپاره د نوو تدریسي ټولګیو انځورونه شریک کړي دي چې لیدل کیږي هغوی په خېمو کې زده کړې کوي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی دی چې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د پکتیکا او خوست ولایتونو اوسېدونکو ویلي وو چې په دغه طبیعي پېښه کې یې هر څه له لاسه ورکړي دي او هم یې ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه محرومه شوي دي.

د دوی په وینا اکثره زلزله ځپلې کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي او په موقتي کمپونو کې ژوند کوي. د راپورنو په اساس د ملګرو ملتونو د هڅو سره سره لا هم په دغه سیمه کې زرګونه ماشومان له زده کړو څخه محروم دي.

هغو تر دې مخکې له نړیوالو سازمانونو او د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې د بېړنیو بشري مرستو ترڅنګ، د دوی لپاره د سرپناه او ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه هم برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۲۰ ماشومان مړه شوي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو کې د ماشومانو د ساتنې سازمان هم ویلي و چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د زلزله ځپلو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د دغه سازمان د افغانستان د برخې مشر کرس نیامندي ویلي و: "د ماشومانو د ساتنې سازمان د هغه ۱۱۸زره ماشومانو په اړه چې ممکن د افغانستان په جنوب ختیځ کې له زلزلې څخه اغېزمن شوي وي جدي اندېښنه لري...له یادو ماشومانو زیات یې په زیات احتمال سره د څښلو پاکو اوبو، خوړو او خوب لپاره خوندي ځای نلري."

XS
SM
MD
LG