د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستۍ زلزلې په شاوخوا ۲۰زره ښځو ناوړه اغېز کړی


د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وروستۍ زلزلې په نژدې ۲۰زره ښځو چې له دې ډلې څخه دوه زره یې امیندواره دي، ناوړه اغیز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د اعلامیې په اساس چې پرون دوشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) خپره شوې اټکل شوی چې په راتلوونکو درې میاشتو کې به په زلزله ځپلو سیمو کې ۶۴۰ امیندواره مېرمنې پداسې حال کې ماشومان وزېږوي چې دغه ښځې په خپلو سیمو کې لومړنیو روغتیايي امکاناتو په ځانګړي ډول د زېږون پر مهال د قابلګۍ خدماتو او نورو روغتیايي اسانتیاو ته لاس رسئ نلري.

په اعلامیه کې راغلي: "د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او د ملګرو ملتونو جنسي روغتیايي آژانس، په چټکۍ سره د بېړني ملاتړ لپاره لاس په کار شوی او له خپلو شریکانو سره له نژدې د بشري مرستو د همغږۍ کولو لپاره، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اړتیا لپاره همکاري کوي."

د ملګرو متلونو د وګړو صندوق اجرائیه مدیري ناتالیا کانم ویلي چې دغه صندوق د افغانستان د زلزله ځپلو خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

نوموړې زیاته کړې: "موږ د هغو کارونو د تر سره کېدو لپاره چې زموږ له وسه دي، د ښځو او نجونو ساتنې او خوندیتوب لپاره د امیداورۍ او محافظتي خدماتو په برخه کې هڅې کوو."

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د معلوماتو په اساس د روان کال په لومړیو کې په افغانستان کې د ۹.۲ میلیون کسانو د روغتیايي سلامتیا او رواني او ټولنیزو اړتیاو لپاره شاوخوا ۲۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا وه چې تر دا مهاله یې یوازې ۱۱ سلنه چمتو شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان معلومات ښيي چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۰۳۶ کسان وژل شوي او ۶۰۸۳ کسان نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه بنګله دېش هیواد نن له افغان زلزله ځپلو سره د ۸ټنه بېلابیلو توکو مرسته وکړه.

XS
SM
MD
LG