د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د برتانیې په ملاتړ مو له ۱۳۱زره افغان مېرمنو سره نغدي مرسته کړې ده


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (يونیسف) وايي، د برتانیې په مالي ملاتړ یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له ګڼو بېوزلو او اړمنو مېرمنو سره نغدي مرستې کړي دي.

دغه صندوق د پنجشنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې برتانیې په روان میلادي کال کې د ۱۳۱زره مېرمنو سره نغدي مرستې کړي دي.

د دغه سازمان د نغدي مرستو د برخې یوې مسؤلې ګایا بلیا وویل چې په دایکندي ولایت کې اوس مهال له میندو او ښځو سره د نغدي مرستو مرستې کول جریان لري تر څو وکولای شي په دغه پیسو سره د ژمي په رارسېدو سره خپلې اړتیاوې پوره کړي.

نوموړې زیاته کړې چې دغه مرستې په ټولنه کې د ښځو پر ژوند مهم اغېز لري.

د یونیسف د ژمني غبرګون د ستراتيژۍ له مخې ټاکل شوې په ژمې کې له ۱۰۰زره نورو کورنیو سره هم ژمنۍ بشري مرستې وشي.د یاد سازمان د معلوماتو په اساس د دغه پروګرام لپاره د اړتیا وړ۵۷ میلیون ډالر بودجه په نظر کې نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو پروګرام د معلوماتو په اساس په افغانستان کې ګڼې کورنۍ خوراکي موادو او نغدي مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) ویلي و چې د روان کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله یې په افغانستان کې له څه باندې ۴.۶ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.

دغه ادارې د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) ویلي چې په ټول افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره پر نغدي پیسو سر بېره، د کورنیو سامان الاتو مرسته هم شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) په وینا د دوی لخوا د اړمنو کسانو سروې روانه ده او تر دا مهاله ۱.۱ میلیون کسان مشخص شوي دي.

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې دوی د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سره په ګډه له اړمنو خلکو سره د مرستې کولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG