د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا نوې شارژدافیره: افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوو


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت نوې ټاکل شوې شارژدافیره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت نوې ټاکل شوې شارژدافیره کرن ډیکر

په افغانستان کې د مېرمنو حقوقو د نقض په اړه اندېښنو ښودلو سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت نوې ټاکل شوې شارژدافیره وايي، متحده ایالات په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو څخه ملاتړ کوي.

کرن ډیکر تېره ورځ په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت د شارژدافیرې په توګه خپل نوې دنده پيل کړه.

اغلې ډیکر د شنبې په ورځ ناوخته سپټمبر ۲۴ (تلې دوهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان له استازو او اتباعو سره خبرو ته چمتو ده او صادقانه او ازادو اړیکو ته سترګې په لاره ده.

نوموړې د تېري اګست میاشتې په لومړیو کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت د شارژدافیرې په توګه وټاکل شوه. هغې همدارنګه زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات له خپلو نړیوالو شریکانو او ملاتړ کوونکو سره د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړی او په خبره یې په دې برخه کې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت دا مهال خپل چارې قطر څخه مخته وړي. د یاد سفارت نوې ټاکل شوې شارژدافیرې د افغانستان له خلکو څخه د قطر د ملاتړ څخه مننه کړې او هغه یې په سیمه کې د سولې او تیکاو لپاره د قطر د ژمنتیا يوه پیاوړي نښه ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو تېره ورځ له افغانستان سره د نژدې ۳۲۷ میلیون امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سپټمبر ۲۳ (تلې لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د بشري ملاتړ په هدف د متحده ایالاتو یاده مرسته به په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د مېشتو افغانانو د بشري اړتیا په برخه کې ولګول شي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت نوې ټاکل شوې شارژدافیرې ټینګار کړی چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان له خلکو سره له لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی چې په وینا یې د تیر کال اګست میاشتې راهیسې یې بشري بحران ته د رسېدو به هدف له افغانستان سره ۱.۱ میلیارډ ډالر مرسته کړې ده.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو مخکني شارژدافیر مککري ویلي و چې اغلې کرن له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان ملګرې پاتې شوې او په خبره یې هغه به د متحده ایالاتو د ګټو د ساتنې او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره نه ستړي کیدونکی او اغیزمن کار وکړي.

اغلې ډیکر چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړې دپلوماته ده د شخړو په حل او د بحران مدیریت کې تخصص لري.

هغه اوس مهال د افغانانانو د ایستلو او بیا مېشتېدنې پروسې ( CARE) عملیاتو مشري کوي او د ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پوري په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت مرستیاله وه.

نوموړې د دې ترڅنګ په کندهار او غزني او د افغانستان په ختیځ کې هم دندې تر سره کړي دي.

اغلې کرن ډیکر په داسې مهال کې خپله دنده پيلوي چې د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو بندېدل او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د فعالیتونو په وړاندې د محدودیتونو زیاتېدل هغه څه دي چې په کور دننه او بهر یې غبرګونونه پارولي دي.

تر دې مخکې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازې رینا امیري ویلي و که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د ښځو حقوقو ته احترام وکړي، خو طالبانو تر دې مخکې ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG