د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغان مېرمنو او نجونو ژوند له کړاونو ډک دی


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د ښځو او نجونو په ګډون په افغانستان کې د زیاتو افغانانو لپاره ژوند له کړاونو ډک دی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې «د شتمنیو او معیشت جوړولو د پروګرام» له لارې له څه باندې لس میلیونه افغان مېرمنو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس په دغه مرستو کې تر ډېره نغدې پیسې شاملي دي چې ښځې کولای شي پخپلو سیمو کې ځانونو ته واړه کارو بارونه پیل کړي.

یاد سازمان تر دې مخکې ویلي و چې ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نلري او له هرو لسو کسانو څخه ۹ تنه یې نشي کولای ځان ته کافي خواړه پیدا کړي.

دغه سازمان تېره یکشنبه اکتوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) ویلي و چې په افغانستان کې والدین نشي کولای خپلو ماشومانو ته صحي خواړه برابر کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام شمېرې ښيي چې دغه سازمان په روان میلادي کال کې په ټول افغانستان کې له څه باندې ۲۱ میلیون زیانمن شوو کسانو سره چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د افغان مېرمنو په وړاندې خطرونه مخ په زیاتېدو دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې تیره ورځ په یو راپور کې خپلو حقوقو ته د ښځو نه لاس رسي، اجباري ودونو او د ماشومانو په ځانګړي ډول د ماشومو نجونو پلورلو ته اشاره کړې وه.

په دغه راپور کې ویل شوي و د اقتصادي بحران دوام او ژمنیو شرایطو له امله، د دې احتمال شته دغه خطرونه نور هم زیاد شي.

XS
SM
MD
LG