د لاس رسي وړ اتصالات

شاهدي په آسیا جام کې د ۵۰ نه زیاتو منډو کولو په لیست کې لومړی مقام لري


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیڼ لاسی توپ وهونکی حشمت الله شاهدي د آسیا جام د سیالیو په هغه لیست کې لومړی مقام لري چې لوبغاړو پکې پنځوس او د پنځوسو نه زیاتې منډې کړیدي.

شاهدي په څلورو لوبو کې درې ځله د پنځوسو نه زیاتې منډې کړیدي. حشمت الله شاهدي د سریلانکا سره په لوبې کې ۳۷، د بنګله دیش سره ۵۸، د پاکستان سره ۹۷ او د بنګله دیش سره په وروستۍ لوبې کې ۷۱ منډې وکړلې.

هغه د پاکستان په خلاف لوبې کې تر پایه ونه سوځید چې په یو ورځنیو نړیوالو ورځو کې د ښاغلي شاهدي تر ټولو زیاتې مندې هم وې.

کیڼ لاسي توپ وهونکی حشمت الله شاهدي همدارنګه تر اوسه په څلورو لوبو کې ۲۶۳ منډې کړیدي چې په دریم مقام کې دی. د هند شیکر دهوان په لومړی مقام کې دی او ۳۲۷ منډې یې کړي او په دویم مقام کې بیا د هند کپتان روهیت شرما دی چې ۲۶۹ منډې یې کړي.

د افغانستان دغه لوبغاړی همدرانګه د هغو لوبغاړو په لیست کې چې په اوسط ډول یې زیاتې منډې کړي، دریم مقام لري. د ښاغلي شاهدي اوسط منډې ۸۷.۶۶ دي. په لومړي کې د هند لوبغاړی روهیت شرما او په دویم مقام کې پاکستانی لوبغاړی شعیب ملک دی.

حشمت الله شاهدي چې ایله درویشت کاله عمر لري، د افغانستان لپاره یې یوه د ټیست، څلور ویشت یو ورځنۍ نړیوالې لوبې او یوه د شلو شلو اورونو لوبه کړې.

افغانستان د آسیا جام په سیالیو کې څلور لوبې کړي چې لومړۍ دوه یې ګټلي او وروستۍ دوه یې بایللي. افغانستان د دې جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه سبا د هند په خلاف کوي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG