د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوالې شورا ۲ افغان او ۱پاکستانی لوبغاړی جریمه کړي


د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د لوبډلې کپتان اصغر افغان، ورو توپ اچونکی راشد خان او د پاکستان تیز توپ اچونکی حسن علي جریمه کړیدي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي دغو دریو واړو لوبغاړو د افغانستان او پاکستان تر منځ په لوبې کې داسې عمل کړی چې د اصولو خلاف او پارونکي ګڼل کیږي.

اصغر افغان پدې خاطر جریمه شوي چې د لوبې په اوه دیرشم اور کې د پاکستان تیز توپ اچونکی حسن علي په اوږه وهلی. دا دویم ځل دی چې د کرکټ نړیواله شورا اصغر جریمه کوي. هغه د ۲۰۱۷ کال د فبروري په میاشت کې هم جریمه شوي و ځکه چې د زمبابوې سره په لوبې کې یې د لوبڅار په پریکړې انتقاد کړی و.

خو راشد خان بیا پدې خاطر جریمه شوی چې د پاکستاني لوبغاړي آصف علي د سوځولو نه وروسته یې هغه ته د ګوتې په ښورولو اشاره کړې چې د میدان نه ووځي او په پرله پسې ډول یې ورته کتلې. دا لومړی ځل دی چې د کرکټ نړیواله شورا راشد خان جریمه کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا پاکستانی لوبغاړی حسن علي پدې دلیل جریمه کړی چې د لوبې په ۳۳م اور کې د افغانستان په لوبغاړي حشمت الله د توپ وارولو ګواښ کړی و. حسن علي هم د راشد په شان د لومړي ځل لپاره جریمه شوی.

د کرکټ د نړیوالې شورا د پریکړې سره سرم به دغه درې واړه لوبغاړي د لوبې پنځلس په سلو کې فیس جریمه ورکوي. درې واړو لوبغاړو پخپلو جرمونو اعتراف کړی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG