د برتانیې په پایتخت لندن کې پولیسو جمعه اکټوبر ۲۰ (تلې ۲۸) ویلي چې د حماس- اسرائیل د جګړې پیل کیدو راهیسې پدې ښار کې د مسلمانانو او یهودانو پر ضد جرایم ډیر شویدي.
د حماس وسله والو چې غزه یې په کنټرول کې ده، د اکټوبر د میاشتې په ۷ مې نیټې پر اسرائیل ناڅاپي برید وکړ، لږ تر لږه ۱۴ سوه کسان یې ووژل چې ډیری یې عام خلک و او تر ۲۰۰ ډیر یې برمته کړل چې د متحده ایالاتو په ګډون پکې د بهرنیو هیوادونو اتباع هم و.
اسرائیل په ځواب کې په غزې هوایي بمبارۍ پیل کړلې او د ۴۱۳۰ څخه ډیر فلسطینیان یې ووژل و چې ډیر یې ملکیان و.
په برتانیې کې پولیسو ویلي چې د روانې اکټوبر میاشتې د لومړۍ نیټې څخه تر ۱۸ مې نیټې پورې یوازې د لندن په ښار کې د یهودانو پر ضد ۲۱۸ جرمونه شوي چې د تیر کال په همدې مودې کې یوازې ۱۵ دا ډول جنایتونه ثبت شوي و.
پولیسو همدارنګه ویلي چې په همدې مودې کې د لندن په ښار کې د مسلمانانو پر ضد هم ۱۰۱ جرمونه شوي چې تیر کال ۴۲ و.
په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته پولیسو د لندن په ښار کې په ځانګړې توګه مذهبي ښوونځیو او د عبادت ځایونو کې د پولیسو شمیر ډیر کړ تر څو په عامو خلکو د بریدونو مخه ونیول شي.
د لندن پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د همدې بریدونو په تړاو یې ۲۱ کسان نیولي خو دا یې ندي ویلي چې آیا نیول شوي کسان د یهودانو او که د مسلمانانو پر ضد بریدونو په تړاو نیول شوي.
په اعلامیې کې راغلي، "له بده مرغه، سره لدې چې د پولیس افسرانو شمیر مو ډیر کړی خو بیا هم په ټول لندن کې د پام وړ توګه د کرکې پر اساس جنایتونه ډیر شوي".
د برتانیې حکومت ویلي، چې د دې هیواد په کوڅو کې د یهودانو ضد او ترهګرۍ ستایلو لپاره هیڅ زغم نشته.
حکومت تیره اوونۍ د یهودانو پر ضد د بریدونو د مخنیوي لپاره د ۳ میلیون پونډو اضافي بودیجې اعلان وکړ.
زرګونو کسانو تیره اوونۍ د پولیسو خبردراي سره سره، په لندن او د برتانیې په نورو ښارونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ مظاهرې وکړلې.
ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ هم د لندن په ښار کې د فلسطینیانو سره د ملاتړ څرګندولو په هدف یو لاریون وشي. پولیسو ددې مظاهرې د امنیت ساتلو لپاره د ۱۰۰۰ څخه ډیر پولیس افسران ګمارلي دي.
پولیسو ویلي چې د حماس ډلې سره ملاتړ څرګندول چې په برتانیې کې د ترهګر سازمان په توګه ثبت ده، جرم دی خو د نورو فلسطینیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره شعارونه ورکول او یا د بیرغونو انتقالول، جنایي جرمونه نه ګڼل کیږي.
فورم \ دبحث خونه