په امریکا کې تازه خپاره شوي ارقام ښیي چې د متحده ایالاتو په عمده ښارونو کې په ځانگړې توگه د مسلمانانو، یهودانو، تورپوستانو او همجنسبازانو په وړاندې "د کرکې له وجې د جرمونو" شمیر دا دریم پرله پسې کال دی چې زیات شوی دی.
د امریکا د پولیسو له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې یواځې په ٢٠١٧ کال کې د امریکا د متحده ایالاتو په نهو عمده ښارونو کې لږ تر لږه ۱۰۵۶ "د کرکې پورې مربوط" جرمونه شوي دي چې دا د ٢٠١٦ کال په پرتله په سلو ١٨ زیاتوالی ښیي.
د واشنگټن، فیلادلفیا، سیاټل او فینیکس په گډون په څو ښاري سیمو کې دغه جرمونه دوه چنده شوي دي. د کرکې له وجې د جرمونو شدت چې په ٢٠١٥ کې پیل شو د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترڅ کې یې زور واخیست.
د "کرکې له وجې د جرمونو" د زیاتیدو تر څنګ په ٢٠١٦ کې د امریکا په دوو عمده ښارونو، نیویارک او شیکاگو کې د دا ډول جرمونو کچه راټیټه شوې ده. په نیویارک کې د نفرت اړوند یواځې ۳۳۹ جرمونه او د شیکاگو په ښار کې یواځې ۵۰ پیښې ثبت شوې دي.
د امریکا د فدرالي پلټنو اداره یاFBIد کرکې په اساس جنایات هغه جرمونه گڼي چې د دغه ډول جنایتونو قربانیان د مذهبي، نژادي، جسمي کمزورۍ، جنسي تمایلاتو، قومیت او یا هویت په څیر اعتقاداتو له مخې په نښه شوي وي.
خو له تاریخي پلوه په متحده ایالاتو کې تر ټولو زیات کسان د نژادي توپیر په وجه ازار شوي دي چې د تورپوستانو په وړاندې د "کرکې څخه د زیږنده جرمونو" په سلو کې پنځوس یې توپیري جرمونه دي.
مذهبي اعتقادات او جنسي تمایلات د "کرکې جرمونو" دوه نور لاملونه دي چې د ٢٠١۴ څخه تر ٢٠١٦ پورې د مسلمانانو په وړاندې ددې ډول جرمونو شمیر دوه چنده شوی دی.
په تیره یوه لسیزه کې ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ د "نفرت له وجې جرمونو" قربانیانو ته تر ټولو خونړي کلونه وو. د امریکا د فدرالي پلټنو اداره رپوټ ورکوي چې په ۲۰۱۵ کال کې د کرکې له مخې پنځه قتلونه، په ٢٠١٦ کې ١٩ او په ٢٠١٧ کې ١٢ قتلونه شوي دي چې ١٣ یې تورپوستان، درې سپین پوسته او درې یې مسلمانان وو. همداشان یو یې همجنسباز او یو یې هم دوه جنسبازه و.
د مسلمانانو په وړاندې کرکه
د امریکا د متحده ایالاتو د اسلامي اړیکو شورا ویلي دي چې یواځې د ٢٠١٧ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې اړوند لږ تر لږه ١٩٥ جرمونه ثبت شوي دي چې دغه شمیره د ٢٠١٦ کال په پرتله ٢٠ فیصده زیاتوالی ښیي. ددغه ډول جرمونو له جملې نه په کلیفورنیا کې ۷۳ پیښې، په نیویارک کې ۲۰، فلوریدا کې ۱۱ او په تکزاس کې نهه پیښې شوې دي. په ټولو دغو څلورو ایالتونو کې زیات شمیر مسلمانان ژوند کوي.
فزیکي حملې او د مسلمانانو ملکیتونو ته تاوان رسول د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې څخه د زیږنده جرمونو تر ټولو عامې پیښې دي. د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې د ٢٠١٧ کال په نوامبر کې رپوټ ورکړ چې د ٢٠١٥ کال په پرتله د مسلمانانو په وړاندې د کرکې اړوند جرمونو شمیر ٢٠ فیصده زیات شوی دی.
د کرکې او سخت دریځۍ د څیړنو د مرکز رئیس برین لیفن، وایي چې د یهودانو په پرتله د مسلمانانو په وړاندې د کرکې څخه زیږنده جرمونه ډیر شدید دي، ځکه "کله چې مسلمانان مذهبي کالي اغوندي په اسانه پیژندل کیږي" او په مستقیمه توگه د تبعیض ښکار کیږي.