د لاس رسي وړ اتصالات

د تعرفو لوړوالی؛ امریکا په یوه ورځ  کې ۲۳ میلیارد ډالر عواید ترلاسه کړي


د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ وايي چې امریکا د اګست په ۲۲ نېټه په یوه ورځ کې د تعرفو له لارې ۲۳ میلیارد ډالر ترلاسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د «بالمثله تعرفو»، چې ولسمشر ټرمپ د اپریل په میاشت کې پيل کړې، هرکلی کوي.

ښاغلي بیسنټ وویل چې په توکو باندې د لګول شویو تعرفو له لارې د عوایدو اندازه تقریبآ ۳۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او لا د دې میاشتې څلور ورځې پاتې دي.

نوموړي د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په خپل حساب کې د امریکایانو له لوري د توکو پېرېدلو ته په اشارې لیکلي: «غوره برخه: د پېرودونکو په بیې کې هېڅ انفلاسیون (زیاتوالی) نه شته. د اپریل په میاشت کې د تعرفو له لوړوالي راهېسې، د داخلي توکو بیې یوازې ۰.۷ فیصده زیاتې شوې.»

نوموړي د جولاۍ په ۲۲ نېټه راپور ورکړی و، چې حکومت په شپږو میاشتو کې د تعرفو له لارې تقریبآ ۱۰۰ میلیارد ډالر ترلاسه کړي او « موږ سږکال د ۳۰۰ میلیارد ډالرو» د ترلاسه کولو په لوري روان یو.

بیسنټ د سه شنبې په ورځ په دې اړه وړاندوینه نوې کړه او څرګنده یې کړه، چې د جولاۍ له میاشتې څخه د اګست تر میاشتې پورې د تعرفو په عوایدو کې د «پام وړ» زیاتوالی راغلی او تمه کېږي چې په ه سپتمبر کې به تر اګست هم زیات شي.

د امریکا د مالیې وزیر تېره ورځ په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د کابینې په غونډې کې وویل: «زه فکر کوم چې موږ د نیم تریلیون ډالرو د ترلاسه کولو په لاره کې یو، شاید یو تریلیون ډالر.» نوموړي له ولسمشر ټرمپ سره د خبرو په وخت کې د حکومت اقتصادي اقدامات وستایل: «اقتصادي امنیت، ملي امنیت دی، او زموږ هېواد هېڅکله هم داسې مصون نه و. له تاسو [ولسمشر] څخه مننه.»

ولسمشر ټرمپ د جولاۍ په میاشت کې له نورو هېوادونو سره د متحدو ایالتونو د تجارتي کسر د کمولو او نړیوال تجارت د تغیر لپاره په ۶۶ هېوادونو باندې له ۱۰ فیصدو څخه نیولې تر ۴۱ فیصدو پورې تعرفې ولګولې.

متحدو ایالتونو له اروپايي ټولنې، بریتانیا، جاپان، جنوبي کوریا، اندونیزیا او فیلیپین سره د تجارت نوي تړونونه وکړل.

متحدو ایالتونو له چین او مکسیکو سره د تعرفو د تنفیذ موده غځولې، چې له مکسیکو څخه د امریکا د صادراتو لپاره د تجارتي تړون تکمیل ته نور وخت ورکړل شي، دا مهال یې تعرفه ۲۵ فیصده ده او د تعرفو د تنفیذ ځنډول شوې موده په اکتوبر کې ختمېږي.

امریکا همدغه راز د چین په صادراتو باندې لګول شوې تعرفه ۳۰ سلنې او چین د امریکا په توګو باندې تعرفه ۱۰ سلنې ته راښکته کړې، چې د نومبر په میاشت کې به دواړه هېوادونه په دې اړه نور مذاکرات وکړي.

امریکا د کاناډا په توکو باندې ۳۵ فیصده تعرفې او د هند په توکو باندې ۵۰ فیصده تعرفې لګولې دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو په اساس، د متحدو ایالتونو د ملي پور اندازه ۳۷ تریلیون ډالره ده، خو وزیر سکاټ بیسنټ وايي چې حکومت د بودیجې د کسر په کمولو کې ښه عمل کړی دی. هغه وویل چې په دې دورې کې د بودیجې د کسر اوسط ۲۶ فیصده و، چې د [مخکني ولسمشر] بایډن د ۱۲ میاشتو څخه کم» دی.

سپینې ماڼۍ تېره اونۍ د کانګرس د بودیجې د برخې په حواله وویل چې د ولسمشر ټرمپ تعرفې به په راتلونکې یوې لسیزې کې ۴ تریلیون ډالر کسر کم کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG