د جذام د ناروغۍ د درملنې په برخه کې طبي پرمختگونو د نړۍ په گوټ گوټ کې ددې مرض اغیز له منځه وړی تر دی حده چې د نړۍ په ډیرۍ هیوادونو کې دا مرض په بشپړه توگه له منځه وړل شوی دی. خو او س هم داسې هیوادونه شته چې ددې مرض نوې قضیې پکې را برسیره شوې دي. د اندېښنې وړ خبره دا ده چې هر کال د اخته هندیانو شمیر هم ورو په ورو زیاتیږي.
ناروغان په کلکتې کې د جذام سره د مبارزې خیریه عیسوي روغتون ته مراجعه کوي چې په هند کې ددې مرض د درملنې تر ټولو غوره مرکز گڼل کیږي.
د روغتیایی چارو کارکونکي هغوي معاینه کوي چې وگوري دغه مرض یی عصب چې د تضعیف او د شکل د بدلون سبب گرځي، زیانمن کړی دی؟
د ډیرۍ ناروغانو دپاره پر وجود باندې ددې مرض اغیز تر ټولو ناوړه برخه نده بلکه ددوي په وړاندې د خلکو سوچ او سلوک دی.
پدې خیریه روغتون کې بستري، په جذام اخته یو ناروغ وايي، "خلک را څخه کرکه کوی ځکه چې زه پدې مرض اخته یم. کله چې دوي زما ټپونو ته گوري نو فکر کوي چې زه به پدې مرض ددوي د اخته کیدو سبب شم. نو مخ پټ کړي آو له ما څخه لرې شي."
په هند کې ددې ناورغۍ په وړاندې ټولنیز سوچ خورا قوي دی. هیڅ یو ناروغ هم نه غواړي چې د کمرې په وړاندې څرگند شي، نوم یی واخیستل شي اونورو ته ور وپیژندل شي.
د ناورغۍ په لومړیو پړاونو کې سم درمل د مرض د ویجاړونکی اغیز مخه نیولای شي خو پدې مرض د نویو اخته کسانو اندېښنه له ټولنی د جلا کیدو او کرکې ویره وي له همدې کبله دوي کلونه کلونه ترڅو چې د معلولیت او معیوبیت دورې ته رسیږی، خپله ناروغي او خپل ځور پټ ساتي.
دغه اتلس کلن په ماشومتوب کې پدې ناروغۍ اخته شوی و خو پدې وروستیو کې یی کله چې د مرض اغیز یې په لاسونو او پښو کې را څرگند شو، طبي درملنه پیل کړه.
پدې روغتون کې ناورغان کولای شي چې د مرض د اغیز د مخنیوي دپاره درمل او نیمگړو پښو ته یی ځانگړی بوټونه تر لاسه کړي اوحتی د وجود مصنوعي غړي هم ورته دیزاین شي.
ددې روغتون رئیسه ، داکتره هلن رابرت وایي او بیا وروسته د ناورغ دپاره هغه وخت راورسیږي چې باید روغتون پریدي او تر ټولو لويه ستونزه هم همدا وي.
داکتره رابرت زیاتوي، "کله چې د درملنی پړاو پای ته ورسیږي نو داسې قضیی زیاتی دی چې ناروغ نه غواړي بیرته کور او ټولنی ته ستون شي نو لدی کبله پوره درملنه هم مونږ ته خورا گرانه شي ځکه دا یو روغتون دی نه کور! مونږ باید نورو ناروغانو سره طبی مرستې وکړو. مونږ ناروغان دلته د تل دپاره نشو ساتلای."
کورنی ددې مرض له کبله خپل زامن ڼوڼې او خپل خپلوان شړي. کمپنیو خپل کارکونکي له کاره اوباسي نو ډیرۍ دا ناروغان د جذامیانو په فقیره سیمه کې ژوند ته اړ شي.