د لاس رسي وړ اتصالات

دوه اعشاریه اوه میلیون افغانان د شکرې په ناروغۍ اخته دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډ‌اکټر احمدجان نعیم د یکشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې ۲،۷ فیصده مړینه د شکرې د ناروغۍ له امله پیښیږي.

ډاکټر نعیم وویل " که چیرې ډایبت په سمه توګه کنټرول نشی، د زړه دحملو، مغزي سکتو، پيښتورګو له کاره لویدلو، ړوندوالي او د پښو د ټپونو په شمول د ګن شمیر اختلالاتو لامل کیږي چې په پایله کې یې د بدن اندامونه له کاره پريوځي".

د اپریل اومه په ټوله نړۍ کې د روغتیا د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

سږکال د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ اوو، دا ورځ " قهرمان اوسئ ، او د شکر ناروغۍ ته ماتې ورکړئ " ترنامه لاندې ولمانځله، ‎په افغانستان کې د اپریل په اوومه د رخصتۍ له امله دا ورځ نن ولمانځل شوه.

په کابل کې جوړې شوې غونډې ته په افغانستان کې د ډبلیو اچ اوو، استازې میرمن سوپریا د شکري د ناروغۍ علاج او مخنیوي په هکله وغږیده او وویل دغې ناروغۍ ته نه پاملرنه د شکري د ناروغۍ د قربانیانو شمیر زیاتوي.

هغې وویل " د شکرې ناروغۍ او ددغې ناروغۍ درملنې ته په پراخه توګه پاملرنه نه کیږي. د اټکل له مخې په افغانستان کې د دغه هیواد ۸،۴ فیصده نفوس او یا په بله وینا ۲،۷ میلیونه کسان د شکر له ناروغۍ کړیږي ".

ډاکټران وایي، د شکرې ناروغي د وینې د قند د لوړې کچې له امله رامنځته کیږي او پر زړه، د وینې په رګونو، سترګو، پښتورګو او عصبي رشتو ناوړه اغیز کوي. خو ډاکټران وایي، چې د دغې ناروغۍ علاج او مخنیوی ممکن دی.

په منظم ډول ورزش، صحي خوراک او د سګرټو نه څکول د شکرې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې غوره لارې بلل کیږي. ډاکټران وایي، چې تر ۷۰ سلنه دویم ډول ډیابت د مخنيوي وړ دی.

XS
SM
MD
LG