د لاس رسي وړ اتصالات

د څښاک "اوبو کې پلاستیکي ذرې انسان" ته خطر نه پیښوي


د څښاک په اوبو کې پلاستیکي ذرې د انسان سلامتیا ته خطر نه پیښوي
د څښاک په اوبو کې پلاستیکي ذرې د انسان سلامتیا ته خطر نه پیښوي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د څښاک په اوبو کې په اوسنۍ کچه موجود مایکروپلاستیکونه یا کوچنۍ پلاستیکي ذرې د انسان سلامتیا ته خطر نه پیښوي، خو ټینگار یې کړی چې د خلکو د ډاډ لپاره باید پدې هکله زیاتې څیړنې وشي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د یوې نوې څیړنې نتیجو ښودلې ده چې د څښاک په اوبو، فاضله اوبو، خوړو، هوا، د اوبو رسولو په سیستمونو او حتی د تصفیه شویو اوبو په بوتلونو کې مایکروپلاستیکونه شته.

څه موده مخکې د څښاک اوبو د بوتلونو او یا د اوبو رسولو په سیستم کې د کوچنیو پلاستیکي ذرو موجودیت عامې اندیښنې زیږولې وې. خو ښایي د روغتیا د نړیوال سازمان نوې موندنې دغه اندیښنې راکمې کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د عامه روغتیا رئیسه ماریا نیرا، د پلاستیکي پاتې شونو په کمولو باندې په ټینگار سره وویل: "باید د مایکروپلاستیکونو تاثیر سمدستي روښانه شي، ځکه چې هر چیرته شته...زمونږ لږ معلومات ښیي چې مایکروپلاستیکونه په اوسنۍ کچه روغتیا ته زیان نه لري".

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا مایکروپلاستیکونه په عمده توگه د فاضله اوبو له لارې پاکو اوبو ته داخلیږي. شواهد ښیي چې دغه کوچنۍ پلاستیکي ذرې د څښاک اوبو په بوتلونو کې هم شته چې عمده دلیل یې د بسته بندۍ لارې چارې او ددغو بوتلونو د ډکولو پروسې گڼل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د زیات شمیر دغو ذرو قطر څه دپاسه ۱۵۰ مایکرومتره دی او له بدن نه دفع کیږي، خو امکان شته چې ددې اندازې نه کوچنۍ پلاستیکي ذرې د کولمو له لارې جذب شي او د بدن انساجو ته ننوځي.

XS
SM
MD
LG