د لاس رسي وړ اتصالات

انرژي تولیدونکي شربتونه د زړه د ناروغۍ سبب کیدی شي – رپوټ


په لنډ وخت کې د ۳۲ اونس (۹۴۶ملی لیتر) انژۍ تولیدونکي شربتونه کیدای شي د وینې د فشار د لوړیدو او په قلبي ناروغیو د اخته کیدو سبب شي.

د امریکا د قلب اتحادیې په ژورنال (Journal of the American Heart Association) کې یوه نوې خپره شوې څیړنه ښیي چې د انرژي تولیدونکو شربتونو څښل د زړه د ضربان بهیر باندې اثر کوي او په زړه کې الکترونیکي ګډوډي پیدا کوي.

پدغه څیړنه کې ۳۴ رضاکارانو چې عمرونه یې د ۱۸ او ۴۰ کلونو ترمنځ وو گډون کړی و چې هر یو ته په دریو مختلفو ورځو کې ۳۲ اونس انرژي هڅونکې شربتونه ورکړل شول.

ددې څیړنې نتیجو تائید کړه چې د زړه په ضربان کې بدلون چې ددغو شربتونو له څښلو وروسته رامنځ ته کیږي څلور ساعته دوام کوي. د زړه په ضربان کې دغه بدلون که چټک وي او که ورو، جدي خطر گڼل کیږي.

څیړونکو ضمناً وموندل چې د انرژۍ زیږونکو څښاک موادو له استعمال وروسته د وینې لوړ او ټیټ فشار دواړه لوړیږي.

د کالیفورنیا ایالت په پیسبفیک پوهنتون د فارمسي استاد سچن شاه وویل: "د انرژۍ زیږونکو شربتونو د موادو د اجزاو او ددغو موادو د ترکیبونو په اړه بېړنۍ څیړنې ته اړتیا ده."

اټکل کیږي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ١٢ نه تر ١٧ کلونو عمر لرونکو ځوانانو ٣٠ فیصده په منظمه توگه انرژي زیږونکي شربتونه څښي او په همدې خاطر په روغتونونو کې د ځوانو ناروغانو گراف او همداشان د ځوانانو د مړینو گراف لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG