د لاس رسي وړ اتصالات

د افریقا په جنوب کې د ایبولا د مرگوني ناروغۍ خپریدل


د ډیرو آسیایي هیوادونو رهبرانو او د عامې روغتیا د چارو مقاماتو د ایبولا د مرض د مخنیوي دپاره خاص تدابیر نیولي دي، ځکه چې دا مرض د لویدیځې افریقا په هیوادونو کې په چټکې خپریږي او تراوسه پورې یې ٧٢٩ کسه وژلي دي.

مونږه د ډاکټر سید عالم شینواري سره مرکه وکړه چې دا مر‍ض ولی پیدا کیږي؟

ډاکټر شینواری چې د مریلند په پوهنتون کې استاد هم دی، وایي د ایبولا مرض ډیر د اندیښنې وړ مرض دی ځکه چې ډیر زر نور خلک او بسته ټولنه نیسي.

دی وایي، اول ځلی په ١٩٧٦ کال کی د کانگو په جمهوریت کې خلک په دې مرض اخته شول. دغه ویروس د وح‍شي حیواناتو نه بنیادماتو ته ځي . بیزوگانې او شادیانې هم د ایبولا مرض نیولي دي.

که چیرې ایبولا په وخت نشخیص نه شي او د ناروغ ښه سم مراقبت نه وشي، ناروغ وژني.

د ایبولا ویروس چې د انسان وجود ته داخل شي، اته یا لس ورځې وروسته یې علایم څرگندیږي. بینادم تبه کوي، سرخوږی ورته پیدا کیږي او کانگې کوي، خو هیڅوک نه پوهیږي چې دا ریزش دی او که د ایبولا ویروس.

ډاکټرعلم شینواری وایي تر اوسه پورې چې د ایبولا د مرض په برخه کې څومره کار شویدی هغه یوای د محافظت او مخنوی لاری چارې دي ، نه د علاج لارې ، نو ځکه د ایبولا نوي فیصده مري.

د مریلند د پوهنتون دغه استاد، ډاکټر شینواری، وایي ډیرو آسیایي هیوادونو ددې مرض د مخنیوی دپاره تدابیر نیولی او د افغانستان مقامات هم باید دی ته پام وکړي چې د ناروغ نه علاوه، حتی هغه ډاکټران هم د نورو نه جلا کړي چې د دغسې ناروغانو سره طبي مرسته کوي.

ډاکټر شینواری وايي ایبولا د ډینگوفیور او هیموراجک فیور کورنۍ ته مشابه ویروس دی، خو ډینگو فیور دومره خطرناک نه ؤ لکه ایبولا چې دی.

د ډاکټر شینواري سره مرکه دغلته اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG