د لاس رسي وړ اتصالات

فزیکي تمرین د ملا د درد مخنیوی کوي


پوهان وایي منظم تمرینونه، ستاسو د عضلاتو او هډوکو قوت زیاتوي او هغوی غښتلي کوي.
پوهان وایي منظم تمرینونه، ستاسو د عضلاتو او هډوکو قوت زیاتوي او هغوی غښتلي کوي.

د یوې نوې څیړنې له مخې د ښکتنۍ ملا د درد د مخنیوي لپاره چې د وگړو ترمنځ یوه عامه ناروغي ده کیدای شي ځانگړي تمرینونه ډیر موثر وي.

د استرالیا د سیدني پوهنتون کارپوه دانیل ستیفنس وایي "په اوس کې د ښکتنۍ ملا درد د مخنیوي لپاره په عمومي توگه د فزیکي تمرینونو، زده کړو، د ملا د کمربند د تړلو او په بوټانو کې د تلي د اچولو په شان لارو چارو تجویز کیږي."

خو هغه وایي چې د ښکتنۍ ملا د درد لپاره ددغو لارو چارو موثریت لا هم پوره مشخص نه دی.

څیړونکو د ښکتنۍ ملا د درد د مخنیوي په اړه ٢٣ مختلف چاپ شوي رپوټونه څیړلي دي او دا موندلی چې په ډیرو مواردو کې مشخص تمریني پروگرامونو په وروستیو مرحلو کې د ملا د درد د خطر راکم کړی دی.

خو داسې شواهد نه شته چې د ملا د کمربند د تړلو او یا په بوټانو کې د تلي اچولو دې د ملا درد راکم کړی وي. ستفنز زیاتوي چې "یو شمیر توپیرونه موجود وو خو په عمومي توگه د فزیکي تمرینو په گډون لارو چارو د قوت د ښه کیدو، نرمش، مهارتونو او بدن ته د اکسجن د رسولو د سیستم په تندرستۍ کې مرسته کړې ده."

هغه فزیکي تمرینونو چې تر ازمایښت لاندې اشخاصو ته توصیه شوي وو یواځې د ملا پر تیر متمرکز نه وو بلکې د لاس، پښو حرکتونه هم په کې شامل وو. پهډیر ازمایشونو کې له گډون کوونکو څخهوغوښتل شول چېهره اونۍ په کلینیک او کورونو کې دوه درې ځلې فزیکي تمرینونه تر سره کړي. ددې تمرینونو موده له ۸ اونیو څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وه.

پوهان وایي منظم تمرینونه، ستاسو د عضلاتو او هډوکو قوت زیاتوي او هغوی غښتلي کوي. همداشان د بدن د وزن په کنترول کې هم مرسته کوي، د ژر زړیدو مخه نیسي او ستاسې روحي فشار راکموي چې دا ټول پخپله کیدای شي د ملا د درد عوامل اوسي او په دې توگه په فزیکي تمرینونو د ملا د درد مخنیوی کیږي.

د شمالي کارولینا د پوهنتون استاد داکتر تیموتي کری وایي په هغو خلکو کې چې په منظمه توگه د فزیکي تمرینونو په یو ځانگړي پروگرام بوخت وي د ملا د درد دوهم ځلي رامنځ ته کیدو امکان په کې له ٢٥ څخه تر ٢٣ فیصدو پورې کم دی. داکتر کري زیاتوي چې د ملا د درد درملنه ډیرې پانگې ته اړتیا لري په داسې حال کې چې منظم فزیکي تمرینونه د ملا په درد باندې د اخته کیدو د مخنیوي یوه ډیره ارزانه لار ده.

XS
SM
MD
LG