د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: په کمه اندازه اسپرین ښایي د سینې د سرطان خطر کم کړي


ددې څیړنې نتیجې ښیي چې د اسپرین مصرف د سرطان په ډیرو عامو ډولونو باندې زیات اثر درلود
ددې څیړنې نتیجې ښیي چې د اسپرین مصرف د سرطان په ډیرو عامو ډولونو باندې زیات اثر درلود

د نویو څیړنو له مخې، په اونۍ کې درې ځله یا یو څه ډیر د ٨١ میلیگرامو اسپرین استعمال ښایي په ښځو کې د سینې د سرطان خطر راکم کړي.

دغه څیړنه چې د City of Hope Comprehensive Cancer Center، په نامه د یو څیړنیز مرکز له خوا شوې ښیي چې ممکن په لږه کچه د اسپرین استعمال په ښځو کې د سینې د سرطان خطر په سلو کې ١٦ راکم کړي. په دې څیړنه کې د ٥٧٠٠٠ زرو ښځو روغتیایي معلومات مطالعه شوي دي.

ددې څیړنې نتیجې ښیي چې د اسپرین مصرف د سرطان په ډیرو عامو ډولونو باندې زیات اثر درلود.

دغه څیړنه په ۱۹۹۵ میلادی کال کې پیل شوه. ددې څیړنې گډون کوونکو یو شمیر پوښتنو ته ځواب ویلی دی چې په کې د فزیکي تمرینونو، د دخانیاتو نه د استفادې او د الکولو د مصرفولو په اړه په کې پوښتل شوي وو.

د ٢٠١٣ میلادي کال پورې شاوخوا ۱۵۰۰ ښځو چې د سینې په تهاجمي سرطان باندې اخته وی ددغې څیړنې سوالونو ته ځواب ویلی دی.

ددې څیړنې نتیجې د اسپرین نه د زیاتې استفادې د پراخو څیړنو له نتیجو سره مقایسه شوي دي. دا نتیجې د سرطان د تحقیقاتو په ژورنال کې خپرې شوی دي.

ددې څیړنې محققینو د هغو ښځو په منځ کې د سینې د سرطان راکمیدل نه دي لیدلي چې له اسپرین نه یې زیاته استفاده کوله او یا نور مسکن درمل یې کارول. څیړونکو ویلي دي چې ددې دلیل ښایي د اسپرین نه په وقفوي توگه د درد د درملو په توگه گټه اخیستل شوی وي.

په دې څیړنه کې همداشان راغلي دي چې په کمه کچه د اسپرین استعمال نورې گټې هم لري چې په هغه کې د قلبي ناروغیو او د غټو کلمو په سرطان باندې د اخته کیدو راکمیدل شامل دي.

څیړونکو همداشان موندلي دي چې د اسپرین مصرف د التهاب یا پړسوب مخنیوی کوي – پړسوب د ناروغیو په رامنځ ته کیدو کې رول لوبوي. څیړونکو همداشان ویلي دي چې تسکین کوونکي درمل د خفیف آروماتاز د انزایمونو مخنیوی کوي.

XS
SM
MD
LG