د لاس رسي وړ اتصالات

الکترونیکي سگرت: د روږدیتوب وسیله


د دخانیاتو استعمال په نړۍ کې مخکې له وخته مړینو اصلي عامل دی
د دخانیاتو استعمال په نړۍ کې مخکې له وخته مړینو اصلي عامل دی

د الکترونکي سگرتو اکثر تولیدونکي شرکتونه ددې سگرتونو استعمال د عادي سگرتونو د پریښودلو لپاره ښه لار گڼي.

له دې سره سره چې د الکترونیکي سگرتونو تولیدونکي شرکتونه د روږدیتوب پریښولو لپاره دا ښه وسیله گڼي، خو د یوې نوې څیړنې نتیجې ددغې ادعا برعکس ثابتوي.

د نوې څیړنې نتیجې چې د پدایترکس په نامه د روغتیا او سلامتۍ په خپرونه کې خپره شوي وایي، بازار ته د الکترونیکي سگرتو په واردیدلو سره د تنکیو ځوانانو ترمنځ د سگرت استعمال نه دی راټیټ شوی.

ددې څیړنې له مخې الکترونیکي سگرت ښایي د هغو ځوانانو لپاره چې هیڅکله یې سگرت نه دود کړی جالب اوسي.

دغه څیړنه چې د سانفرانسیسکو په ښار کې د کالیفورنیا د پوهنتون د څیړونکو له خوا شوی او د ٢٠٠۴ څخه تر ٢٠١۴ پورې یې ۱۴۰ زره زده کوونکي ازمایلي د تیرو څیړنو نتیجې تائیدوي چې وایي الکترونیکي سگرت په دخانیاتو باندې د روږدیتوب یوه وسیله ده.

خو په کالیفورنیا کې د دخانیاتو په وړاندې د مبارزې د زده کړو او څیړنو د مرکز څیړونکي وايي چې د الکترونیکي سگرتو نه استفاده کول د سگرتو د خوشې کولو احتمال په سلو کې ٢٨ راټیټوي.

د دخانیاتو استعمال په نړۍ کې مخکې له وخته مړینو اصلي عامل دی او هغه څوک چې له ۴٠ کلنۍ دمخه سگرت خوشې کړي، د مخکې له وخته مړینې احتمال یې له منځه ځي.

XS
SM
MD
LG